راپورونه کورني راپورونه

طالبان وايي په ۴۰ هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه د دوی لاس ته ورغلي

سفارتونه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ضيا احمد تکل ويلي، چې د افغانستان څخه بهر په ۴۰ هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه د طالبانو اړوند دي.

د طالبانو تر سمبال لاندې د باختر خبري آژانس د راپور پر بنسټ چې د يونۍ/يکشنبې په ورځ د سلواغې پر ۸مه د تکل له وينا څخه خپور شوی راغلي، د طالبانو حکومت د دوو کالو راهيسي د نورو هېوادونو سره خپلې اړيکي د اقتصادي توازن له مخې تنظيم کړي دي چې ډېر سفارتونه يې لاس ته ورغلي دي.

د طالبانو د دغه چارواکی په وینا «د سیمې او نړۍ سیاسي او اقتصادي حالاتو ته په پام سره د طالبانو حکومت یو متوازن اقتصادي بهرنی سیاست غوره کړی او د هغه د عملي کولو کوښښ یې کړی دی.»

ښاغلي تکل زياته کړې چې د دغه سياست غوره کولو وروسته طالبان بريالي شوي دي چې تر ۴۰ پورې هېوادونو سره ښې اړيکې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د ايران، پاکستان، چين، ترکيې، روسيې او منځنۍ اسيا د ځينو هېوادونو پرته، د نړۍ نورو هېوادونو لخوا په اړوندو هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې طالبانو د استازو د منلو موضوع نه ده تاييد شوې.

ويل کېږي چې د نړۍ په زياتو هېوادونو کې د افغانستان سفارتي چارې د افغانستان د مخکيني جمهوري حکومت د ډپلوماټانو له خوا پر مخ وړل کېږي او اړوندو هېوادونو د طالبانو استازي تر اوسه پورې نه دي منلي.

| آذربايجان په کابل کې خپل سفارت پرانيستل غواړي