بهرني راپورونه

دوحه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکي غونډې ته څوک وربلل شوي؟

غونډې

د راتلونکې فبرورۍ میاشتې پر ۱۸ او ۱۹ د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ جوړېدونکې غونډه د افغانستان لپاره خورا مهم ګڼل کېږي.

تازه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویاند سټینفن دوجاریک خبریالانو ته ویلي د افغان ښځو او د افغانستان د مدني ټولنې استازي به هم په دې دوه ورځنۍ غونډې کې برخه ولري:

“دا د افغانستان لپاره د غړو هېوادونو او سیمه ییزو سازمانونو د استازو تعقیبي غونډه ده. ټول هلته راټولیږي، ښکاره خبره ده دې غونډه کې زموږ رول مهم دی. د دې غونډې د یوې برخې په توګه به له ځانګړو استازو سره ګډه غونډه وي، په دې ډله کې به د افغان میرمنو او مدني ټولنې استازي وي. د غونډې په رانږدې کېدو سره به زه په دې اړه نور معلومات شریک کړم”.

هغه په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي چې څو تنه استازي له افغانستانه بهر او که د باندې به دغې غونډې ته بلل کېږي. ملګرو ملتونو دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې د بشري حقونو د څار بنسټ غوښتنه وکړه چې د دوحې غونډه کې دې دافغان مېرمنو استازي وبلل شي.
طالب چارواکو هم ویلي چې دوحې غونډه کې د ګډون لپاره د دوی د حکومت استازي بلل شوي، خو د ملګرو ملتونو ویاند په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا غونډه وروسته له هغه جوړیږي چې د ملګرو ملتونو له خوا ګومارل پخواني ترکي ډيپلومات فریدون سینیر اوغلو د افغانستان په اړه ارزونې رپوټ کې سپارښتنه وکړه چې افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره ځینو ګامونو ته اړتیا ده.

د رپوټ په یوه برخه کې د طالبانو له حکومت سره اړیکو عادي کولو یادونه هم شوې او ویل شوي چې د نړیوالو ژمنو په ترسره کولو، د افغان ترمنځ خبرو او ټول ګډوني حکومت په رامنځته کېدو سره د اړیکو د عادي کېدو او نړیوال سیسټم د غړي په توګه د افغانستان شاملېدل ممکن کېدای شي.

تېره میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ښاغلي سینیر اوغلو د سپارښتنو پام کې نیولو سره د طالبانوله حکومت سره د ښکیلتیا د څرنګوالي په اړه د رایو په اکثریت پرېکړه لیک صادر کړ.

پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتل شوي چې د طالبانو له حکومت سره د چلن د څرنګوالي په اړه یو ځانګړی استازی وټاکي.

پرېکړه لیک نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بشپړ ادغام لپاره د یوې لار نقشې پر جوړولو او د وړاندې شویو سپارښتنو د تعقیب لپاره د نظارت پر میکانیزم ټينګار کړی.

طالبانو د افغانستان لپاره دنوي استازي له ټاکلو سره مخالفت کړی، چین او روسیې هم چې یادې پرېکړې ته یې ته د تایید رایه نه ورکړې هم غبرګون وښود.

| کابلوف: ۴ هېوادونه په ګډه د افغانستان په اړه ناسته کوي