راپورونه کورني راپورونه

کابلوف: ۴ هېوادونه په ګډه د افغانستان په اړه ناسته کوي

د افغانستان په اړه

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ټاس خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي چې د افغانستان په اړه د روسيې، چين، ايران او پاکستان ګډه ناسته تر سره کېږي.

که څه هم ښاغلي کابلوف د افغانستان په اړه د دې ناستې د ځای په اړه څه نه دي ويلي خو د هغه په خبره شايد دغه ناسته د يوې اوونۍ په جريان کې تر سره شي.

ښاغلي کابلوف زياته کړې چې په دغه ناسته کې به د افغانستان د اوسني حکومت سره پر تعامل او ټول شموله حکومت د رامنځته کولو په اړه او همدارنګه د ترهګرۍ او مخدره موادو د له منځه وړلو په اړه خبرې وشي.

د ټاس خبرې آژانس د کابلوف له خولې ليکلي: « د افغانستان د اوسني حکومت سره تعامل، د يوه ټول شموله حکومت رامنځته کېدل، په سيمه کې د ترهګرۍ او مخدره موادو د مخنیوي لپاره به خبرې کېږي»

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد په دې اړه ويلي چې تر اوسه د دوی حکومت د دغې ناستي لپاره نه دی بلل شوی.

ښاغلي مجاهد په دې اړه د طلوع نيوز سره خبرو کې ويلي: « د روسيې، چين، ايران او پاکستان سفارتونه په افغانستان کې خلاص دي او هم د افغانستان د اوسني حکومت سفارتونه په يادو هېوادونو کې خلاص دي دا په دې مانا چې موږ له وړاندې له دوی سره عادي او دوستانه اړیکي لرو، موږ د دغه ناستو لپاره او د اړيکو د لا ټينګېدو هرکلی کوو»

تر اوسه پورې پرېکړه نه ده شوې چې د طالبانو حکومت به دغې ناستې ته ور بلل کېږي او که نه، خو د طالبانو حکومت له وړاندې ويلي چې د افغانستان په اړه ناستو کې بايد د طالبانو د حکومت استازي ګډون ولري.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ويلي وو چې ډ افغانستان لپاره يو ځانګړی استازی ټاکي چې طالبانو د دغې پرېکړې مخالفت کړی وو او ويلي يې وه چې بايد د طالبانو د حکومت استازی په ملګرو ملتونو‌ کې د افغانستان استازولي وکړي.

| ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو پرېکړه کړې