پښتونخوا ویډیوګانې

کويټه کې د ماهرنګ بلوڅ جلسه، د پښتنو او بلوڅو يووالی

ماهرنګ بلوڅ

بلوڅ یکجھتي يا د بلوڅو د يووالي کمېټۍ په کويټه ښار کې يوه لويه جلسه وکړه او ويناوالو یې ويلي، د ټول بلوچستان دا غوښتنه ده چې د پاکستان رياست دې د بلوڅانو د نسل وژنې تګلاره نوره پای ته ورسوي او د خلکو جبري بې درکه کېدل دې جرم وګرځول شي.

د اسلام اباد څخه تر یو میاشتني احتجاجي پرلت ختمولو وروسته کويټي ته تر ستنېدو وروسته د بلوچ یکجهتي کمېټۍ مشرې ماهرنګ بلوڅ وویل، د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ پر ۲۵مه چې د خضدار له توتک سیمې څخه د ۱۷۰ بلوڅو مړي موندل شوي وو، وایي له دې وروسته به هر کال دغه ورځ د بلوڅانو د نسل وژنې د ورځې په توګه لمانځي، هغې وويل چې د بلوڅو د يووالي کمېټۍ تنظيم به د بلوچستان هرې سيمي او هر کور ته ورځي او د يووالي غوښتنه به کوي.

په دې جلسه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو هم په زيات شمېر ګډون کړی وو چې جلسې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د ايالتي مشر نور باچا په ګډون ځينو نورو غړو هم ویناګانې وکړې، نور باچا په خپلو خبرو کې د بلوڅو او پښتنو پر يووالي ټينګار وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې پښتانه او بلوڅ به يو له بل سره د خپلو بنيادي حقونو لپاره ملګرتيا کوي.

ماهرنګ بلوڅ هم په خپلو خبرو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو مننه وکړه او ويې ويل چې پښتانه او بلوڅ به په کډه د پاکستان څخه خپل حقونه اخلي، آغلې بلوڅ وويل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ سره يو ځای په يووالي سره به رياست ته دا ثابتوو چې بلوڅ او پښتانه يو دي، هغې همدارنګه په خپلو خبرو کې وويل چې د منظور پښتين ټولي خبري د خپل يوه مشر او استاد په توګه اوري او د هغه سياسي تګلاره تعقيبوي.

په غونډه کې د بلوڅو لخوا د منظور پښتين د راخوشي کېدلو شعارونه هم ورکړل شوه او د پاکستان رياست څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین راخوشي کړي.

دغه لویه ولسي غونډه د کويټې ښار د سرياب سیمې په شاهواني لوبغالې کې وشوه چې زرګونو کسانو ښځو او نارینه وو پکې ګډون کړی وو، خو په پاکستاني رسنیو کې دې جلسې ته پوښښ نه دی ورکړل شوی.

د بلوڅو د دغه تنظيم څخه په داسې مهال رسنۍ په شا کېږي چې شپږ کاله وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جوړېدو سره هم د پاکستان رياست لخوا رسنیو ته د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسو او فعاليتونو ته د پوښښ نه ورکولو دستور ورښښښښښښکول شوی وو چې تر اوسه پورې د پاکستاني رسنيو لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ ته هيڅ خبري پوښښ نه ورکول کېږي.

| د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون (HRCP)د پاکستان رياست د بلوڅو د جبري بې درکيو پر ضد جوړ شوي لاريون باندې تشدد کړی