راپورونه کورني راپورونه

کابل کې د سيمې هيوادونو د تماس ډلې غونډه جوړېږي

تماس ډلې

پر افغانستان واکمنو طالبانو حکومت اعلان کړی چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان په اړه د سيمې هيوادونو د تماس ډلې لومړۍ غونډه جوړېږي.

په چين کې د افغانستان سفارت چې چاري يې د طالبانو له لورې مخته وړل کېږي پر خپله ايکس پاڼه ليکلې چې د تماس ډلې د غونډې په اړه په بيجينګ کې د افغانستان سفیر بلال کريمي د چين د بهرينو چارو وزارت د اسیایي څانګې مرستيال ماو مينګ تر منځ په کتنه کې خبري وشوې.

سفارت ليکلې چې ښاغلي کريمي د رارواني دوشنبې په ورځ په کابل کې د سيمه ييز تماس ډلې هيوادونو له لورې د سيمه ييز ابتکار لومړنۍ ناستي په هکله هم خبرې وکړې او په دې برخه کي يې د ګډون کوونکو هيوادونو له لورې د لازياتو خپلمنځي همکاريو رامنځته کولو باندي ټينګار وکړ.

تر دې وړاندي د ايران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسيا د چارو عمومي مدير سيد رسول موسوي د پنجشنبې په ورځ پر خپله ايکس پاڼه ليکلې و ، چې ټاکل شوې ده د چين، ايران، پاکستان او روسيې استازي د افغانستان او سيمي د امنيت اړوند مسايلو باندي بحث او خبري وکړي.

موسوي ويلې چې د افغانستان د سيمه ييز تماس غونډه چې ايران، پاکستان، روسيه او چين يې ګډونکونکې غړي دي د دوحې تر غونډې وړاندي جوړېږي، او پکې به د افغانستان د خلکو د سولې ثبات او هوساينې او په سيمه کې د امنيت اړوند بحث او خبري وشې.

له دې وړاندي په کابل کې طالب چارواکو هم رسنیو ته ويلې و چې د دوشنبې په ورځ کابل کې د سيمه ييز تماس غونډه د غړو هيوادونو له لورې جوړېږي.

ایراني چارواکو په کابل کې ددغې غونډې د جوړیدو خبر په داسې حال کې ورکړی چې په دې وروستیو اونیو کې ددغه هیواد دپلوماتانو په پرله پسې ډول د افغانستان په تړاو د ګاونډیو هیوادونو او د سیمې د هیوادونو د تماس د ګروپ د جوړیدو د اړتیا یادونه کړې ده

د يادونې وړ ده چې په کابل کې د سيمه ييز تماس داغونډه په داسي حال کې جوړېږي، چې د راروانې فبروري مياشتي پر ۱۸ او ۱۹ نيټه په دوحه کې هم د ملګرو ملتونو له لوری د افغانستان اړوند مشورتي ناستي ته چمتوالی روان دی.

| کابلوف: ۴ هېوادونه په ګډه د افغانستان په اړه ناسته کوي