بهرني راپورونه

ايران کې د وسله وال بريد پايله کې لوړ پوړی ډګروال (جاودان) وژل شوی

جاودان

 د ایران دولتي رسنۍ خبر ورکړی چې د ایران د سیستان او بلوچستان د قول اردو مرستیال ډګروال حسین علي جاودان په یو ترهګریز برید کې وژل شوی دی.

پرون څلورنۍ/چهارشنبه د شپې ناوخته د ایران دولتي خبري رسنۍ ایرنا په خپل راپور کې ویلي چې ډګروال حسین علي جاودان د خپلې پوځي دندې پر وخت د يوه سفر څخه ستنېدو په حال کې وو چې د ایران د زاهدان پر سړک د هغه پر موټر وسله والو برید وکړ او هغه یې وواژه.

راپورونه وایي چې دې برید کې د ډګروال حسین علي جاودان دوه ساتونکي هم وژل شوي دي.

د جیش العدل په نوم وسله والې ډلې د ایران ددغه لوړ پوړي پوځي مشر د وژنې مسوليت منلی دی، د ایران يو شمېر رسنيو په دې کار سره د جيش العدل ډلې ته په جيش الظلم خطاب کړی دی او دغه ډله يې يوه ظالمه ډله ياده کړې ده.

ډګروال جاودان د ایران د سپاه پاسداران د فرهنګي کارپوهانو له ډلې یو مهم شخصیت ګڼل کېده او ایرنا خبري اژانس ویلي چې هغه د فرهنګي فعالیتونو په لړ کې سراوان ښار ته په سفر تللی و چې د بېرته ستنېدو پرمهال په ترهګریز برید کې وژل شوی دی.

دا پېښه وروسته له هغې رامنځته شوې چې د درېنۍ یا سه‌شنبې په شپه د ایران د انقلابي ګارډ لخوا د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ایران د حکومت په یوې مخالفې ډلې جېش العدل باندې د راکټونو او ډرون بریدونه وکړل. تر دې وړاندې تهران همدارنګه په عراق او سوریې کې هم د هغوی په وینا «د ایران ضد ترهګرو ډلو» پرضد بریدونه کړي دي.

پاکستان په خپله خاوره د ایران دا برید په کلکو ټکو غندلی او د ایران سره یې خپلې سفارتي اړیکې ختمې کړي.

| د پاکستان پر خاوره د ايران بريد د پاکستان حکومت غوسه کړی دی