راپورونه علمي کورني راپورونه

يونيسيف په هېواد کې ۹۵۰ نوي محلي ټولګي جوړوي

محلي ټولګي

ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسيف) خبر ورکړی چې په افغانستان کې د جنوبي کوريا په ملاتړ ۹۵۰ د زده کړو محلي ټولګي جوړوي.

په هغه پيغام کې چې نن د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ د مرغومي په ۲۷مه نېټه د يونيسيف لخوا پر ايکس پاڼه خپور شوی راغلي، د جنوبي کوريا په ملاتړ به په افغانستان کې ۹۵۰ نوي محلي ټولګي جوړېږي او په دې ټولګيو کې به ۱۴۰ زره ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره شي.

د دې بنسټ په وينا، د دې ټولګيو د پرانيستلو څخه يې هدف په افغانستان کې د ماشومانو د ښه راتلونکي لپاره د زده کړو برابرولو او سالم چاپېريال جوړول دی.

تر دې وړاندې هم د يونيسيف لخوا په افغانستان کې د انجونو او هلکانو لپاره زرګونه محلي ټولګي په بېلابېلو سيمو کې جوړ شوي دي.

تر دې وړاندې د کندهار، هلمند او ځينو نورو ولايتونو څخه راپورونه خپاره شوي وو چې په دې سيمو کې د طالبانو لخوا د يونيسيف پر محلي ټ

يونيسيف په داسې حال کې د دې نوو ټولګيو د جوړولو خبر ورکوي چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ راهيسي د شپږم څخه پورته د انجونو پر ښوونځيو او ورپسې د انجونو پر پوهنتونونو بنديز لګولی شوی دی.

د مالوماتو پر بنسټ اوسمهال طالبان په هېواد کې د مدرسو جوړولو لپاره ډېره بوديجه مصرفوي او همدارنګه ويل کېږي چې ځيني ښوونځي يې هم په مدرسو بدل کړي دي.

| ذبيح الله مجاهد وايي، د انجونو تعليم باندې بنديزونه به ژر ليري شي

په افغانستان کې د انجونو پر ښوونځيو او پوهنتونونو بنديزونه د خورا لويو غبرګونونو سره مخ شوي دي خو طالبان پرته له کوم قانع کوونکي دليل څخه د انجونو د تعليم د پرانيستلو لپاره نن او سبا کوي.

| ستانکزی: تر اوسه پورې موږ ونشوه کولی چې د انجونو ښوونځيو د خلاصون لاره پيداکړو