بهرني راپورونه

عليرضا رجايي : افغانستان به ژر د اصلي اتباعو په لاس ورشي

عليرضا رجايي

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال عليرضا رجايي په خپله وروستۍ وینا کې طالبانو ته په اشارې سره ويلي: چې د هغو ناسمو کارونو په خاطر چې طالبان يې تر سره کوي، افغانستان به په نژدې راتلونکې کې د خپلو اصلي اتباعو په لاس کې وي.

 عليرضا رجايي دا خبرې پرون د درينۍ/سه‌شنبې په ورځ د مرغومي په ۲۶مه نېټه په تهران کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستيتوت د ( هرات شپه) په نوم پروګرام کې کړي دي، په دې پروګرام کې د ايران يو شمېر چارواکو هم ګډون کړی وو.

په هغه پيغام کې چې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستيتوت لخوا پر ايکس پاڼه خپور شوی راغلي، د دې پروګرام موخه د هرات ښار د تاريخ، فرهنګ او نورو آرزښتونو اهميت پېژندل وو.

  1. عليرضا رجايي خپلو دغو خبرو ته چې د افغانستان اصلي اتباع څوک دي ډېر وضاحت نه دی ورکړی، خو ويلي يې دي چي «طالبانو په دې وروستيو کې د فارسي ژبې پر خلاف حرکتونه پيل کړي دي، خو دوی فارسي نشي ختمولی ځکه چې فارسي ژبه ځواکمنه ده که ځواکمنه نه وای دوی به له فارسي ويره نه لرلی»

دې ايراني چارواکې ويلي چې په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د يو شمېر سوداګريزو ليکدړو او نورو علمي ځايونو څخه د فارسي کلمې ليري کړي او پر ځای يې پښتو ليکلي.

دا په داسې حال کې ده چې پر ټولنيزو رسنيو يو شمېر افغانانو د رجایي دغو خبرو ته توند غبرګونونه ښودلي دي، او د ايران د يوه دولتي چارواکي لخوا يې د افغانستان په داخلي موضوعاتو کې مداخله غندلې ده او هم يې د ياد انسټیټیوټ غړي پرديپال ګڼلي او د دوی دغه کار يې غندلی چې پرديو ته د افغانستان په داخلي موضوعاتو کې د مداخلې کولو موقع ورکوي.

د طالبانو يو شمېر فارسي ژبې مخالفين پر طالبانو تور پورې کوي چي ګواکي دوی د فارسي ژبې ختمولو هڅه کوي، خو د طالبانو پښتانه مخالفين د دوی دغه تورونه ردوي او وايي چې طالبان هيڅ ملتپالنې ته چې په هغه کې قوم، ژبه او نور ارزښتونه راځي، پاملرنه نه کوي او يوازي پر مذهبي ايډيالوژۍ باور لري.

| رحمت الله نبيل: د فارسي ستېزۍ سره پښتو ته هم زيان رسېږي