ادبیات راپورونه

رحمت الله نبيل: د فارسي ستېزۍ سره پښتو ته هم زيان رسېږي

رحمت الله نبيل وايي که د طالبانو لخوا پر فارسي ژبه د بنديزونه لګېږي نو زيان د فارسي ترڅنګ پښتو ته هم رسېږي.

رحمت الله نبيل د امو ټلوېزون سره په خبرو کې د خبريال د يوې پوښتنې په ځواب کې وايي، چې طالبان د پښتو ژبې او پښتنو په استازولۍ نه دي راغلي او هغوی د ملايزم په بېل فکر سره يو ځای شوي.

د نبيل په خبره پښتانه ځوانان خپله د فارسي ژبې څخه د ځينو علومو په زده کړه کې کار اخلي، نبيل وايي چې په مسجد کې د فارسي ژبي پنج کتاب او نور کتابونه نه وي بيا پښتانه ځوانان مجبوره کېږي چې د پېښور په قيصه خوانۍ کې چاپ شوي د پنجابي سوچ سره جوړ کتابونه ولولي.

ښاغلی نبيل زياتوي چې لکه څنګه چې پښتو د افغانستان ملي او رسمي ژبه ده همداسې دری هم د افغانستان رسمي ژبه ده چې افغانان يې پراختيا غواړي، د هغه په خبره ځينې د فارسي ژبې ويونکې د پښتو پر خلاف څرګندونې کوي چې دا هم مناسب کار نه دی.