راپورونه کورني راپورونه

کابل کې د يوې ځوانې انجلۍ جسد پيداشوی

انجلۍ جسد

د کابل څخه سيمه ييزو سرچينو د ياد ولايت په پغمان ولسوالۍ کې د يوې ځوانې انجلۍ د جسد د پيداکېدو خبر ورکړی دی.

د کابل څخه سرچينو نن پنځنۍ/پنجشنبه د مرغومې ۲۱مه رسنیو ته ويلي، د دې ځوانې انجلۍ جسد نن د پغمان ولسوالۍ د ارغندي چوک سره نژدې د اوبو په يوه وياله کې پيداشوی دی.

د هغو انځورونو پر اساس چې د سرچينې لخوا د رسنيو سره شريک شوي دي، ليدل کېږي چې دا انجلۍ لومړی خفه شوې او بيا د اوبو ويالې ته غورځول شوې ده چې د سيمې د خلکو لخوا پيداشوې ده.

د دې پېښي په تړاو د سيمي امنيتي مسؤلينو تر اوسه پورې رسنيو ته څه نه دي ويلي.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو د واکمنئ راهيسي جګړه پای ته رسېدلې ده خو ويل کېږي چې د افغانستان په زياتو برخو کې په دې وروستیو کې جنايي پېښي زياتي شوي دي، چې زيات هېوادوال په آزاده توګه په ځينو سيمو کې نشي ګرځېدلای.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د روان لمريز کال په چنګاښ مياشت کې په يوه راپور کې ويلي وو چې تېر کال په هېواد کې ۱۱ زره او ۸۰۰ جنايي پېښي ثبت شوي دي چې د دې پېښو په تړاو يې ۱۶ زره او ۶۰۰ تورن کسان نيولي دي.

د امنيتي او سياسي چارو شنونکي په هېواد کې د بېوزلۍ، بېکارۍ، زده کړو ته د انجونو نه لاسرسی او د عامه پوهاوي نشتوالی د دې لامل ګڼي چې په هېواد کې دغه ډول جنايي پېښي زياتي شي.

| د طالبانو له بنده خوشي شوي زهرا محمدي ځان وژنه کړې