راپورونه کورني راپورونه

شيخ هبت الله اخند د مولانا فضل الرحمان د ليدو غوښتنه رد کړې

مولانا فضل الرحمان د ليدو

طالبانو ته نژدې سرچينې وايي، د طالبانو رهبر شيخ هبت الله اخند د مولانا فضل رحمان د ليدنې غوښتنه رد کړې.

مولانا فضل الرحمان چې د تېر جمهوريت پرمهال د طالبانو سر سخته ملاتړی وو، د دونۍ/دوشنب بېې په ورځ يې غوښتي وه چې د شيخ هبت الله اخند سره د ليدو لپاره کندهار ته ولاړ شي، خو د طالبانو يوې نژدې سرچينې ويلي چې شيخ هبت الله اخند د مولانا فضل الرحمان د ليدو څه پلان نه لري او د هغه غوښتنه یې رد کړې ده.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت څخه هم يوه سرچينه تاييدوي چې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پاکستاني هيئت هغه غوښتنه چې د شيخ هبت الله اخند سره يې ليدل غوښتل د شيخ هبت الله اخند لخوا رد شوې ده. سرچينې زياته کړې چې د بهرنيو چارو وزارت د مولانا فضل الرحمان د ليدو غوښتنه د شیخ هبت الله اخند دفتر ته لېږلې وه خو تېره ورځ د ليدنې د غوښتنې د رد ځواب ترڅنګ مولانا فضل الرحمان ته سپارښتنه شوې وه چې د رئيس الوزرا سره دې ليدنه وکړي.

مولانا فضل الرحمان د طالبانو په رسمي بلنه کابل ته راغلی او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټي ټي پي پر سره د رامنځته شوو ستونزو لپاره خبري کوي.

د تحريک طالبان پاکستان لخوا پر پاکستاني پوځ او پوليسو د بريدونو زياتېدو سره د کابل او اسلام آباد اړيکي ترينګلي شوي دي. طالبان د افغانستان د خاورې څخه د ټي ټي پي حملې ردوي او وايي چې د پاکستان سره د ستونزې او جګړې موخه نلري. مګر پاکستانی لوري وايي چې د پي ټي پي تر شا د افغانستان اسلامي امارت ولاړ دی او هغوی ته جنګي تجهيزات ورکوي.

د شيخ هبت الله اخند لخوا د مولانا فضل الرحمان سره د ليدنې غوښتنه په داسې مهال ردېږي چې مولانا فضل الرحمان کابل ته د تلو وړاندې ويلي وو چې د طالبانو د رهبر سره د ليدنې لپاره به کندهار ته هم سفر کوي.

| مولانا فضل الرحمان به د شيخ هبت الله اخند سره ليدنه وکړي