راپورونه کورني راپورونه

نامالومه افرادو کابل او بدخشان کې دوه کسان په قتل رسولي

قتل

د کابل او بدخشان څخه سرچينو د دې ولايتونو په اړوندو سيمو کې د دوو کسانو د قتل د کېدو خبر ورکړی دی‌.

د کابل څخه نن درېنۍ/سه‌شنبه د مرغومې ۱۹مه سرچنو ويلي، چې د کابل په (اميد زرغون مېنه) کې د دې اوونۍ د خالي/شنبې په ورځ د (حسين) په نوم يو کس د چاړو په ذريعه په قتل رسول شوی دی.

په همدې حال د بدخشان څخه سرچينو ويلي چې د (احمد جاويد) په نوم يو کس له هغې وروسته له کوره وتلی کله چې يو چا ور سره ټليفوني اړيکه نيولې وه، د هغه وروسته بې درکه شوی دی، د هغه د کورنۍ په وينا چې درې ورځې وروسته يې د هغه مړی په پټي/کرونده کې پيداکړ.

د سرچينو په خبره دا پېښه د بدخشان په کشم ولسوالي کې رامنځته شوې ده او تر اوسه پورې د دې قتل انګيزه او عاملان په دقيق ډول نه دي ښکاره شوي.

تر دې وړاندې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د طالبانو د يوه غړي کور ته د نامالومه کسانو لخوا يو لاسي بم ورغورځول شوی وو چې په پايله کې يې د ياد طالب چارواکې څلور ماشومان شهيدان شوي او د هغه مېرمن ټپي شوې وه.

په همدې حال د طالبانو ځيني مخالفين ادعا کوي چې په هېواد کې زيات شمېر جنايي جرمونه، غلا ، قتل ، د انسانانو برمته کول او نور په خپله طالبان تر سره کوي او بيا د نامالومه کسانو نوم ورکوي.

خو طالبان وايي چې د جرمونو کچه تر پخوا راټيټه شوې ده او ټول مجرمين د جرم کولو وروسته سمدستي نيول کېږي او د شريعت منګولو ته سپارل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد د ځينو ولايتونو څخه د قتل ځيني راپورونه خپرېږي.

| طالبانو د پوهنتون د استاد عبدالغفار همدرد د قتل په تور يو کس نيولی