راپورونه کورني راپورونه

طالبانو د پوهنتون د استاد عبدالغفار همدرد د قتل په تور يو کس نيولی

د کابل پوليس وايي، چې د ميوند تدريسي روغتون د پخواني رييس او د پوهنتون استاد عبدالغفار همدرد د قتل په تور يې يو کس نيولی دی.

د کابل د پوليسو وياند خالد ځدراڼ ويلي، چې عبدالغفار همدرد پرون د کابل په نوي کارتې سيمه کې د نا مالومو وسله والو په بريد کې وژل شوی دی.

د خالد ځدراڼ په خبره د وژل شوي همدرد د کورنۍ د غړو لخوا يو کس د قاتل په توګه دوی ته په ګوته شوی او د دوی لخوا نيول شوی دی، چې تر پوښتنو او ګرویږنو لاندې دی.

د کابل د پوليسو د وياند د وينا مطابق « پرون د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ د مرغومې په ۶مه نېټه د کابل په نوي کارتې سيمه کې عبدالغفار همدرد د خپل کلينيک مخته د نامالومو وسله والو لخوا ووژل شو»

د مالوماتو پر بنسټ عبدالغفار همدرد يو علمي کدر بلل کېده چې پر ټولنيزو رسنيو د هغه په مړينه د هېواد په ګوټ ګوټ کې خواشيني څرګنده شوې ده.

د راپورونو له مخې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ سره مخامخ جګړه ختمه شوې خو جنايي پېښې لکه موخيزي وژنې او غلاوې ورځ تر بلې زياتېږي.

تر دې وړاندې د يوه پخواني نظامي د وژنې خبر هم خپور شوی وو چې د خبر له مخې طالبانو د ياد کس تر وژلو وروسته د هغه موټر هم د ځان سره بېولی وو.