راپورونه کورني راپورونه

د پاسپورټ رييس: له چهارشنبې کابل کې د افلاین پاسپورټونو وېش پيلوو

پاسپورټ

د افغانستان د پاسپورټ عمومي رييس عبدالکريم حسيب ويلي چې په پلازمېنه کابل کې به د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ په افلاین توګه هم د پاسپورټونو وېش پيل شي.

د پاسپورټ عمومي رييس همدارنګه ويلي، که هېوادوال د حوصلې څخه کار واخلي، نو په ولايتونو کې به هم د انلاين پاسپورټ ورکولو ترڅنګ په افلاین توګه د پاسپورټ ورکړه پيل کړي.

د ښاغلي حسيب په خبره د پاسپورت رياست د هيڅ ستونزي سره مخ نه دی، او هېوادوال به د نوبت په اساس د پاسپورټ اخيستلو ته لاره پيداکړي.

د پاسپورت رييس دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چي په سلګونه زره هېوادوال د پاسپورټ د نوبت اخيستو د ستونزو سره مخ دي.

اوسمهال د پاسپورټ په انلاين ويبپاڼه کې کابل، نورستان، زابل، اروزګان او پکتيکا ولايتونه پرانيستي دي، د کابل د اوسېدونکو په خبره کله چې په کابل کې د پاسپورټ اخيستلو لپاره انلاين نومليکنه وکړي، نو تر يو کال زيات وخت تېرېږي ترڅو چې دوی ته نوبت رسېږي.

د مالوماتو له مخې د پاسپورټ رياست انلاين ویبسایټ د کندهار، هرات، هلمند، ننګرهار او شاوخوا ټولو ولايتونو اړوندې برخې په دريو يا څلورو مياشتو کې يوازي يوه ورځ د څو ساعتونو لپاره پرانيستل کېږي، چې کله ورته ټاکل شوی تعداد نومليکنه وکړي بیا بيرته بندېږي او د يوې ورځې نومليکونکو ته بيا درې يا څلور مياشتې د پاسپورت د وېش بهير روان وي.

د هلمند د سنګين ولسوالۍ يوه اوسېدونکي (سيد ګل افغان) چې نن يې د هلمند پاسپورت رياست کې د بايوميټريک نوبت وو ځلا نيوز ته وويل، چې «پوره شپږ مياشتې مې د انلاين نومليکنې انتظار وکړ، يو ځل را څخه د هلمند سايټ بند شو او دوهم ځل وتوانېدم چې خپل مالومات د کابل څخه هلمند ته بدل کړم او بالاخره چې نن راته د پاسپورټ د بايوميټريک نوبت ورسېدئ.»

ښاغلی سيد ګل همدارنګه زياتوي چې د هلمند د افغان پوسټ او يا د پاسپورت د چاپ بهير هم ډېر کمزوری روان دی، د ده په خبره چې د ده پاسپورټ به پوره يوه مياشت وروسته د چاپ څخه هلمند ته رسېږي.

د يادولو وړ ده چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو سره د بېوزلۍ، بېکارۍ، د انجونو د زده کړو پر وړاندې د خنډونو او يو شمېر سياسي مسايلو په خاطر زيات شمېر هېوادوال د افغانستان څخه په تېښته دي چې د پاسپورټ نه لرل او د جوړولو په نوبت کې ځنډ د دوی د تګ لپاره يو لوی خنډ او سرخوږی ګرځېدلی.

| په تېره يوه مياشت کې د طالبانو حکومت تر ۴ لکه زياتې برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي