راپورونه کورني راپورونه

په تېره يوه مياشت کې د طالبانو حکومت تر ۴ لکه زياتې برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي

د احصايې او مالوماتو اداره وايي، چې يوازي يې د ليندۍ مياشت کې د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې ۴۰۷ زره او ۲۶۲ برېښنايي پېژندپانې (تذکرې) وېشلي دي.

د طالبانو د احصايې او مالوماتو ادارې د وينا له مخې ۵۳ زره او ۳۷۶ پېژندپانې په کابل کې، تر ۵۱ زره زياتې پېژندپانې په هرات کې، تر ۲۰ زره زياتې په کندهار او تر ۱۸ زره زياتي برېښنايي پېژندپاڼې يې په ننګرهار کې وېشلي دي.

دا اداره وايي، چې تر کابل، هرات، کندهار او ننګرهار وروسته بلخ ولايت دی چې ۱۴ زره او ۵۰۰ برېښنايي پېژندپاڼې پکې د ليندۍ په مياشت کې وېشل شوي دي.

د احصايې او مالوماتو ادارې د مالوماتو پر بنسټ پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ راهيسي څه باندې شپږ ميليونه برېښنايي پېژندپاڼې د هېواد په مختلفو ولايتونو کې خلکو ته ورکول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د برېښنايي پېژندپاڼو اوسنی نرخ په عادي توګه ۵۰۰ افغانۍ او د اسان خدمت له لارې چې چاپ یې چټک کېږي ۷۰۰ افغانۍ ټاکل شوی دی، چې د تېر جمهوري نظام لخوا د هرې برېښنايي پېژندپاڼې نرخ ۱۰۰ افغانۍ ټاکل شوی وو، او د طالبانو واک ته د رسېدو وروسته د هرې پېژندپاڼې پر سر ۴۰۰ افغانۍ اضافه والی راغلی چې اوس ۵۰۰ افغانۍ نرخ ورته ټاکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان واک ته په رسېدو سره په برېښنايي پېژندپاڼو کې يو لړ تغيرات هم راوستل چې د ولسوالۍ او ميعاد ور اضافه کول وو، اوس هره برېښنايي پېژندپاڼه لس کاله ميعاد لري چې برېښنايي تذکره لرونکی اړ دی په هرو لسو کالو کې د ۵۰۰ افغانيو په تحويلولو او نوي بایومټریک کولو سره خپله برېښنايي تذکره نوې کړي.

د يادونې وړ ده چې د برېښنايي پېژندپاڼو د اوسني لوړ نرخ څخه زيات شمېر هېوادوال شکايت لري او د لوړ نرخ په خاطر اوس هم زيات شمېر هېوادوال برېښنايي تذکرې نه جوړوي.

د کندهار د ۷ ناحيې يوه اوسېدونکي ميرويس ځلا نيوز ته وويل « موږ په کور کې ۲۰ تنه يو، چې زموږ د برېښنايي پېژندپاڼو د بانکي تحويلۍ او نورو فورمو سره ۱۲ زره افغانۍ لګښت راځي، که په هرو لسو کالو کې موږ ۱۲ زره افغانۍ صرف د تذکرو ورکړو نو هر کال به ۱۲ سوه او هره مياشت به ۱۰۰ افغانۍ زموږ د تذکرو مصرف راځي چې دا په اوسنیو شرايطو کې پر موږ خورا لوی بوج دی »