سپورت کرکټ

افغان کرکټ بورډ د هند په وړاندي لوبلړۍ ته لوبډله اعلان کړه

افغان کرکټ بورډ

د افغانستان کرکټ بورډ د هند په وړاندي د دريو شل اوره لوبو لپاره د ابراهيم زدراڼ په لوبډل مشري اتلس کسيزه لوبډله اعلان کړه.

د افغان کرکټ بورډ په ټاکل شوې لوبډله کې ابراهيم، ګربز، ځاځی،نبي، کریم، نوراحمد، عظمت، راشد، فاروقي، اکرام، رحمت، نجيب، فريد، مجيب، اشرف، نوين، سليم او قيس احمد شامل دي.

د هند په وړاندي د شل اوره لوبلړۍ لمړۍ لوبه به د رواني جنوري مياشتي پر يولسم نېټه د پنجشنبې په ورځ پيل شي.

په لوبډله کې د مجيب، نوين او فاروقي نومونه هم راغلي چې کرکټ بورډ د يوه کال لپاره پرې لوبييز بنديز لګولی و.

افغان کرکټ بورډ پر يادو درو لوبغاړو باندي په تجارتي ليګونو کې هم دوه کلن بندیز لګولی و او د يادو لوبغاړو NOC يې هم ځنډولی و.

د کرکټ د چارو شننونکي جعفر هاند د په يوه فېسبوک پوسټ کې د افغان کرکټ بورډ ياد بنديز غندلی و او دا يې د افغان کرکټ لوبډلي لپاره يوه پاشونکې پرېکړه بللې وه.

هاند په خپل پوسټ کې د کرکټ بورډ د يادي پرېکړي يو ډول ستاينه هم کړې ده او ويلي يې دې چې د کرکټ بورډ پريکړه واقعأ يو زړوره پرېکړه وه.

افغان کرکټ ملي لوبډلي د لوبډلمشر راشد خان په نشتون کې د متحده عربي اماراتو سره دوه پنځوس اوره تمریناتي او درې شل اوره لوبي په بريا سره پای ته وسولې.

راشد خان چې د کرکټ د نړی وتلی او منلی ستوری دی، په انګلستان کې د ملا د بريالیو عملياتو ورسته د ډاکټرانو له لوري د څو مياشتو لپاره د کرکټ څخه آرام ورکړل شوی، او په پام کي ده چې نړيوال جام کې را څرګند شي.

د يادونې وړ ده چې دکرکټ نړيوالي شورا له لوري د روان ۲۰۲۴ کال د شل اوريز نړيوال جام لپاره چې په امريکا او ويسټنډيز يې لوبي پلان شوي دي، مهالويش اعلان کړ او افغانستان به خپله لمړۍ لوبه د افريقايې هيواد یوګانډا په وړاندي د جون په ۳يمه په ويسټنډيز کې وکړي.

| افغان پريميم کرکټ لوبډلې د امريکا پريمير ليګ اتلولي وګټله