ټولنیز کورني خبرونه

ذبيح الله مجاهد وايي، د انجونو تعليم باندې بنديزونه به ژر ليري شي

د انجونو تعليم

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وايي چې د انجونو د ښوونځيو او پوهنتونو د پرانيستلو لپاره هڅې رواني دي.

ذبيح الله مجاهد د رسنیو سره د انجونو تعليم په اړه خبرې کړي دي او زياته کړې يې ده چې د انجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو د خلاصولو هڅې د طالبانو د حکومت لخوا روانې دي.

که څه هم ذبيح الله مجاهد په دې اړه واضحه مالومات نه دي ورکړي خو ويلي يې دي چې د اسلامي امارت حکومت د خلکو غوښتنو او د انجونو تعليم ته پاملرنه کوي.

ذبيح الله مجاهد ويلي زه صرف دومره ويلای شم چې هڅې روانې دي، مګر دا چې هڅې تر کومه ځايه رسېدلي دي دا نشم ویلی، ځکه چې دا موضوع په وزارتونو پورې تړلې ده چې کوم پرمختګ وشي هغوی به خپله مالومات د رسنيو سره شريک کړي.

دا په داسې حال کې ده پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ سره سم د شپږم څخه پورته د انجونو ښوونځي وتړل شول او بيا ورپسې په ټول هېواد کې د انجونو پوهنتونونه هم وتړل شول.

ويل کېږي چي په وروستيو کې د هېواد په ځينو ولايتونو کې طالبانو د انجونو پر نورو تعليمي مرکزونو لکه د انګلیسي زده کړه، کمپيوټر زده کړه او نورو زده کړو هم بنديز لګولی دی او يادو مرکزونو ته خبرتيا ورکړې چې انجونو ته دې اجازه نه ورکوي چې دغه ډول زده کړي وکړي.

د يادولو وړ ده چې د تېرو دوه کالو راهيسي د طالبانو لخوا د انجونو تعليم باندې بنديزونه په هېواد کې دننه او په نړيواله کچه غندل شوي او له طالبانو غوښتنه شوې چې ژر تر ژره د انجونو پر مخ د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي ويلي وو چې له بده مرغه موږ ونشوه کولی چې د انجونو تعليم ته سم چاپېريال رامنځته کړي.

| ستانکزی: تر اوسه پورې موږ ونشوه کولی چې د انجونو ښوونځيو د خلاصون لاره پيداکړو