حادثې کورني خبرونه

وسله والو کابل کې د پوهنتون استاد عبدالرشيد دروېش وژلی

عبدالرشيد دروېش

په کابل کې د عبدالرشيد دروېش په نوم د پوهنتون يو استاد د نامالومه وسله والو لخوا وژل شوی دی.

د کابل څخه سرچينې نن درېنۍ/سه‌شنبه د مرغومې ۱۲مه خبر ورکوي چې پرون ناوخته د عبدالرشيد دروېش په نوم کس چې په کابل کې د مسلم پوهنتون د انګليسي ژبې استاد وو، د کابل په نوي ښار کې د نامالومه وسله والو لخوا وژل شوی دی.

د سرچينو په وينا د وژل شوي استاد عبدالرشيد دروېش د قتل انګیزه او دليل مالوم نه دی او د کابل پوليسو هم په دې اړه تر اوسه پورې څه نه دې ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د موخيزو وژنو، د انسان تښوونې، وسله والو غلاوو او نورو جنايي پېښو ګراف لوړ شوی دی.

تر دې وړاندې هم په کابل کې د کابل د طبي پوهنتون يو استاد د خپل طبي کتنځای سره د نامالومه وسله والو لخوا وژل شوی وو، چې د کابل اوسېدونکو د هغه مړينه د طب په برخه کې لويه ضايع بللې وه.

| طالبانو د پوهنتون د استاد عبدالغفار همدرد د قتل په تور يو کس نيولی

پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو راهيسي طالبان د خپلو لاسته راوړنو څخه يوه يې افغانستان ته امن راوستل بولي، خو په دې وروستیو کې د نا امنۍ پېښي يوه په بلي پسې ډېر ژر تر سره کېږي، چې هېوادوال يې په تشويش کې اچولي دي.

د راپورونو پر بنسټ پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ وروسته زيات شمېر د پوهنتون استادانو او اکاډميکو کسانو هېواد پرې ايښی دی او څوک چې هېواد کې پاتې دي هغوی د زياتو کړاونو سره مخ دي.