د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د ښځو او نجونو پر حقونو باندې د طالبانو “وحشتناک برید” غندلی دی.
ښاغلي ټروډو په عامه ځایونو کې د ښځو پر غږ د بندیز په اړه د طالبانو نوی حکم وحشتناک وباله او دا کار یې له ټولنې څخه د ښځو د له منځه وړلو قصدي هڅه وبلله.
په دې وروستیو کې د طالبانو د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي اعلان وکړ چې په عامه ځايونو کې د ښځو د غږ اورېدل حرام دي، حتی د ښځو لپاره هم.
د امر بالمعروف وزیر مشهورو طالبانو ته وویل چې یوه بالغه ښځه اجازه نه لري چې د لمانځه پر مهال بلې ښځې ته “الحمدلله و سبحان الله” هم ووایي. خالد حنفي وويل: “کله چې ښځې د تکبير او اذان کولو اجازه نه لري، سندرې خو بېخي نه شي ويلاى.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د خالي/ شنبې په ورځ (د لړم ۵مه) د خالد حنفي د وینا آډیو فایل خپور کړ. دغه طالب چارواکي ویلي، دا یو قانون دی چې په تدریجي ډول به پلي شي.