بهرني راپورونه راپورونه

خواجه آصف: پی ټي آی او پی ټي ایم د پاکستان د بې ثباتۍ دوه اړخونه

خواجه آصف

خواجه آصف، د پاکستان دفاع وزیر، یو ځل بیا د تحریک انصاف (پي ټي آی) ګوند د ترهګرې ډلې په توګه یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې دا ګوند د پاکستان پر ضد کار کوي.

هغه په ځانګړې توګه یادونه وکړه چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) چې یوه کالعدم ډله ده، د پي ټي آی یو له همکارانو څخه ده او دواړه ډلې د پاکستان امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي.

خواجه آصف وویل چې په راتلونکي شنګهای همکارۍ سازمان کنفرانس کې به پي ټي آی ته د هیڅ ډول فعالیت اجازه ورنه کړل شي، او که دوي هڅه وکړي چې کومه ورانکاري ترسره کړي، په ډېر شدت سره به ورسره چلند وشي. هغه زیاته کړه چې اوس نور پی‌ ټي‌ آی د یوه سیاسي ګوند په توګه نه شي بلل کېدای، بلکې د دې پر ضد جدي ګامونه باید پورته شي.

د دفاع وزیر همدارنګه د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې دا غورځنګ په پیل کې د قبایلي سیمو د ستونزو د حل لپاره یو پرامنه حرکت و، خو اوس دا ډله هم د ریاست پر ضد او د تشدد کارونو ته مخه کړې ده.


پښتون قومي جرګه د وژنو، بې ځایه کیدو او ویجاړولو بازارونو حساب