راپورونه کورني راپورونه

طالبان: له افغانستان څخه نه، له پاکستان څخه د ۹/۱۱ دويم بريد احتمال موجود دی

بهرنيو

 د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دوراني وروستيو هغو څرګندونو ته، چې نړۍ له افغانستان څخه مخ اړولی او له دې هېواد څخه د سپټمبر دويمې یوولسمې پېښې په څېر د بل بريد ترسره کېدو احتمال دی غبرګون کې ويلي، د پاکستان دغه څرګندونې له واقعيت لرې او د افغانستان په تړاو د عامه افکارو مغشوشولو هڅه ده.

د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه کې ويل شوي، پاکستان چې د کومو خطرونو نسبت افغانستان ته کړی، برعکس د دې هر څه احتمال له پاکستان څخه ليدل کېږي: «افغانستان اوس امن دی. داعش مو ځپلی او که له ډيورنډ کرښې هاخوا د داعش پټنځايونه له منځه یوړل شي، نو د دې ډلې ګواښ په بشپړ ډول له منځه تللې شي.»

دا لومړی ځل دی چې طالبان پخپله اعلاميه کې د يو ګاونډي هېواد پر ځای مخامخ د پاکستان نوم يادوي او زياتوي، ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مسئله ده او کورنی حل غواړي: «موږ د خپل نېک نيت ثبوت پخوا وړاندې کړی، نور بايد پاکستان د خپلو ستونزو حل لپاره عقلاني او عملي اقدامات وکړي. د ډيپلوماتانو دنده ده، چې رسنيزې تبصرې ونه کړي او د هېوادونو اړيکې زيانمنې نه کړي.»

| د پاکستان بهرنيو چارو وزارت: د طالبانو منځ کې “ځینې عناصر” د ټي‌ټي‌پي ملاتړ کوي