سپورت کرکټ

د کرکټ شپږيزه ليګ سيالۍ پيل شوې او بند امير ښامارانو لومړۍ بريا خپله کړه

شپږيزه

د شپږيزه کرکټ لیګ سيالۍ نن (دونۍ/دوشنبه د زمري ۲۲مه) په کابل کې پیل شوې. د دې لیګ په لومړۍ لوبه کې د بند امیر ښاماران او سپین غر پړانګان لوبډلې یو بل سره مخامخ شوې او په پای کې د بند امیر ښاماران لوبډلې بريا خپله کړه.

د شپږيزه کرکټ په دغه لوبه کې د بند امیر ښامارانو لوبه په توپ وهنه پیل کړه او مخالفې لوبډلې ته یې د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه. صدیق الله اتل په ۴۶ توپونو د ۶۹ منډو په جوړولو سره په دې بریالۍ لوبه کې مهم رول ولوباوه.

سپين غر پړانګانو وکولای شول په ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۴۸ منډې جوړې کړي. الله محمد غضنفر د میدان غوره لوبغاړی ونومول شو. هغه په ​​څلورو اورونو کې یوازې ۱۱ منډو ورکولو سره درې وېکټې واخیستې.

په سږني شپږيزه لیګ کې امو نهنګان، بند امیر ښاماران، بوست ساتونکي، سپین غر پړانګان او مس عینک لوبډلې شاملې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د سریلانکا روشن ابازینګي او د هند دیویندر کمار د لیګ د تحلیل او تبصرې لپاره کابل ته رسیدلي دي.

په همدې حال کې د راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمن او رحمان الله ګربز په ګډون یو شمېر افغان کرېکټ ستوري تر اوسه په دې لیګ کې نه دي شامل شوي.

| افغان کرکټ بورډ پر دريو لوبغاړو لګول شوي بندیزونه ليري کړل