راپورونه کورني راپورونه

کاناډا د افغانستان سره درې ميليونه ډالر بشري مرسته اعلان کړه

کاناډا

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) له افغانستان سره د کاناډا درې میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه.

اوچا د څلورنۍ/ چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، کاناډا له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې درې میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د اوچا په وینا، دغه هېواد له ۲۰۱۹ کال راهیسې له افغانستان سره ۱۵،۸ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو ادارې ویلي چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به په افغانستان کې د ۹،۲ میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳،۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

دغه دفتر وايي، په افغانستان کې د مرستو پروګرامونه د بودیجې له کمښت سره مخ دي او په هېواد کې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره یې د ۳.۰۶ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.

| جاپان د اوچا صندوق سره د افغانستان لپاره ۶ ميليونه ډالر بشري مرسته وکړه