Uncategorized @ps-af راپورونه کورني راپورونه

طالبانو هرات کې يو ځوان په وهلو او ټکولو وژلی دی

ځوان

د طالبانو استخباراتو په هرات ولایت کې یو ځوان نیولی او یوه اونۍ وروسته یې مړ جسد کورنۍ ته سپارلی دی.

د سرچینې په وینا د طالبانو استخباراتو د دغه ځوان مړی د جمعې په ورځ د هغه کورنۍ ته وسپاره.

سرچينه زياتوي، دغه ځوان چې حکمت الله نومېږي شاوخوا يوه اونۍ وړاندې په هرات ښار کې نيول شوى و.

سرچينې زياته کړې، چې د حکمت الله پر بدن د سختو وهلو او ټپونو نښې ليدل کېږي، چې ښايي تر سختو شکنجو وروسته يې ساه ورکړې وي.

د حکمت الله د نيول کېدو لامل لا نه دی څرګند.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو درېيو کلونو کې طالبانو د پخوانيو سرتېرو، او ولسي وګړو په ګډون لسګونه افغانان نيولي، شکنجه کړي او په وحشيانه ډول يې وژلي دي.

| طالبانو پنجشير ولايت کې درې پخواني نظاميان نيولي دي