بهرني راپورونه راپورونه

د پاکستان صدراعظم او د پوځ مشر بيا د يوه پوځي افسر تابوت ته اوږې ورکړې

افسر

د پاکستان لومړي وزیر او د پوځ لوی درستیز یو ځل بیا د یوه پوځي افسر تابوت پر اوږو پورته کړ

د پاکستان پوځ وايي، د درېنۍ/ سه شنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا، شمالي او جنوبي وزیرستان کې په بېلابېلو پېښو کې د يوه پوځي افسر په ګډون پنځه پوځيان او درې ماشومان وژل شوي دي.

د رسنیو له لوري په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې شهباز شریف او عاصم منیر د یوه پوځي چارواکي تابوت پر اوږو وړي.

د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي چې د نن ورځې په نښتو کې لږ تر لږه دوه ملېشې هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې چې د چنګاښ په ۲۰مه یې خپره کړې ویلي، چې په جنوبي وزیرستان کې یو پوځي افسر، په لکي مروت کې یو سرتېری او د هغه درې ځوان وروڼه او درې نور سرتېري په جنوبي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې له وسله والو سره په جلا جلا نښتو کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغو نښتو په ترڅ کې د دریو ښځو په ګډون ۱۵ تنه ټپیان شوي هم دي.

خیبر پښتونخوا او وزیرستان د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره له ناامنه او خطرناکو سیمو څخه دي. په دغو سیمو کې امنیتي ځواکونه معمولا د وسله والو ډلو له ګواښونو سره مخامخ وي.

| الجزيره: پاکستان کې د ځانمرګو بريدونو په پايله کې ۱۸ کسان وژل شوي