راپورونه کورني راپورونه

بربوک: د جرمني څخه د افغان پناه غوښتونکو تر اخراج مخکې بايد د افغانستان وضعيت وڅېړل شي

بربوک

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بربوک وايي، د افغان جنایي پناه غوښتونکو له احتمالي اخراج مخکې باید د افغانستان وضعیت وڅېړل شي.

د اغلې بربوک تر څرګندونو مخکې د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر اعلان کړی وو چې هیواد یې افغانستان ته د جنایي پناه غوښتونکو پر ورتګ غور کوي.

خو د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالينا بربوک له خپل هیواد څخه د افغان کډوالو د اخراج په تړاو ویلي دي چې د دغو مهاجرو د ایستلو دمخه باید د اساسي قانون مادې او د افغانستان وضعیت وڅیړل شي.

په جرمني کې د افغان کډوالو د شړلو بحث وروسته له هغې ګرم شو چې یوه افغان تبعه کس د دغه هېواد په سویل لوېدیځ کې د مانهایم په ښار کې د اسلام د مخالفانو پر یوې غونډې برید وکړ چې یو پولیس افسر یې وواژه او اووه نور یې ټپیان کړل.

د ځینو الماني چارواکو له غوښتنې وروسته چې د هغو افغان او سوریايي پناه غوښتونکو د وتلو غوښتنه کوي چې د المان امنیت ته ګواښ بلل کیږي؛  د آلمان د کورنیو چارو وزیرې ویلي دي چې هغه کسان چې د آلمان امنیت ته احتمالي ګواښ بلل کیږي باید ژر تر ژره وایستل شي.

په همدې حال کې په مانهایم کې د یوه افغان بریدګر د برید په غبرګون کې يو افغان سياستوال او د افغانستان د بهرنيو چارو پخواني وزير رنګین دادفر سپنتا له جرمني څخه د طالبانو د ملګرو د ایستلو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر د دغه هېواد له حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره افغانستان ته د «طالبي فکره» او «جنسي توکمپالنه» ملاتړي راوباسي.

| المان د رد شوو پناه غوښتونکو د اخراج قانون تصویب کړ