راپورونه کورني راپورونه

عطامحمد نور دوبۍ کې د امريکا او پاکستان د استخباراتو له مشرانو سره ليدلي دي

دیدار عطامحمد نور با رؤسای استخبارات آمریکا و پاکستان در دوبی

ځلا نيوز ته باوري سرچينې ويلي چې د جمعيت اسلامي ګوند رييس عطا محمد نور تېره (څلورنۍ/چهارشنبه د غبرګولې ۲مه) په دوبۍ کې د امريکا سفارت کې دننه د منځني ختيځ لپاره د امريکا د استخباراتو (سي آی اې CIA) د مشر «ویلیام بورنس» عربي اماراتو کې د امريکا د سفيري «مارټينا سټرانګ» او نورو امريکايي ډيپلوماټانو په شمول د پاکستان د استخباراتو(آي ايس آي ISI) له مشر «نديم انجم» سره ګډه ناسته کړې ده.

د سرچينې د مالوماتو پر بنسټ په دغه ناسته کې د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته د افغانستان پر وضعیت او د امريکا پر بې وخته وتلو خبرې شوي دي.

د مالوماتو پر بنسټ امريکايي استخباراتو په دغه ناسته کې ويلي چې د افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو له وتلو وروسته د دغه هېواد سياسي مورچې روسيې، چين او ايران نيولي دي چې دا د امريکا او د امريکا د ملګرو لپاره اوږدمهاله خطر پېښولی شي.

سرچينه زياتوي چې ویلیام بورنس عطا محمد نور او نديم انجم ويلي چې امريکا غواړي پر داسې يوه طرحه کار وکړي چې بېرته په اسانه توګه افغانستان کې د طالبانو حکومت له منځه يوسي.

د مالوماتو له مخې عطا محمد نور ته دنده سپارل شوې تر څو د طالبانو د مخالفو وسله والو ډلو د يووالي لپاره هڅې وکړي او د پاکستان د آي ايس آي مشر ته ويل شوي چې په طالبانو کې دننه د خپلو نفوذي افرادو څخه په ګټنې په استخباراتي ډګر کې د اړتيا پر مهال خپل رول ادا کړي.

ويل شوي چې په دغه ناسته کې د قطر په دوحه کې د افغانستان په اړه د جوړېدونکي درېيمې ناستې اړوند هم خبرې شوي دي، تر څو د طالبانو مخالفو ډلو ته هم دغه غونډه کې د ګډون فرصتونه برابر شي.

سرچينې همدارنګه ويلي چې قطر کې د افغانستان په اړه درېيمه ناسته ښايي طالبانو ته د وروستي فرصت په توګه و اوسي او د تر هغه وروسته پر پوځي لارو چارو عملاً کار پيل شي.