سیاست کورني خبرونه

زرغون بهير کونړ کې د داعش خراسان د يوه مهم غړي انځور او مالومات خپاره کړل

خراسان

زرغون بهير يو ځل بيا د خپلو سرچينو د مالوماتو له مخې د داعش خراسان څانګې د يوه مهم غړي انځور او پېژندنه خپره کړه.

د تېر جمهوري نظام د لومړي مرستيال امر الله صالح په مشرۍ زرغون بهير نن د دونۍ/دوشنبې په ورځ د غويي ۲۴مه پر خپل ايکس پاڼه ليکلي: «محب الله معاذ چې په عمر بلال مشهور دی د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ د سنګر کلي اصلي اوسیدونکی او د داعش خراسان یو له مهمو او جګپوړو غړو څخه دی.»

دغه بهير وايي، «داعش خراسان ډله اوس په کونړ ولایت کې پټنځایونه لري او په یوه یا دوو ولسوالیو کې د تمکين په حال کې دي. تمکین د داعش په اصطلاح کې هغه سیمې ته ویل کېږي چې په بشپړه توګه د دغې ډلې تر کنټرول لاندې وي.»

زرغون بهیر همدارنګه زياته کړې، « په پام کې ده چې محب الله معاذ د داعش له خوا په کونړ ولایت کې د یوه تمکین د مشر په توګه وټاکل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د داعش ډلې بريدونه زيات شوي دي، دا عش هغه ډله ده چې د طالبانو سره يې ټولې کړنې ورته دي صرف په نوم او بيرغ چې يې توپير دی.

| زرغون بهير: طالبانو بدخشان کې له اردو څخه ځايي طالبان ايستلي، د پوليسو له ليکو يې هم وباسي