راپورونه کورني راپورونه

مقاومت جبه وايي، کابل کې يې د طالبانو ۷ غړي وژلي او ټپيان کړي دي

مقاومت

مقاومت جبهې په خپله تازه خبر پاڼه کې خبر ورکړی، چې په يوه موخيز برید کې يې ۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د مقاومت جبهې نن خالي/شنبه د غويي د میاشتې په ۲۲ مه نېټه په ایکس پاڼه کې اعلان وکړ چې د دوی جنګیالیو تېره شپه اته نیمې بجې په کابل ښار کې د طالبانو پر یوې پوستې برید وکړ، چې په ترڅ کې یې ۷ طالبان مړه او ټپيان شول.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه عملیات د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې تر سره شوي چې په پایله کې یې د طالبانو ۳ تنه غړي وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د مقاومت جبهې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې ملکي وګړو او د مقاومت وسله والو ته زيان نه دى اوښتى او هغوى په برياليتوب سره له ساحې څخه وتلي دي.

تر دې مخکې هم په کابل کې د مقاومت جبهې ادعا کړې چې د دوی وسله والو د طالبانو پر غړو هدفي بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مقاومت جبهه وايي چې د طالبانو د وحشت او جنایت د شنډولو په خاطر به د هیواد په بیلابیلو سیمو کې خپل هدفي عملیات پلان او پلي کړي.

امریکايي استخبارات: د طالبانو وسله وال مخالفين قوي رهبري او بهرني ملاتړ نه لري