راپورونه کورني راپورونه

لېوال: پاکستان افغان طالبان ترهګر بولي خو طالبان افغانستان کې د پاکستان سياسي مخالفين نيسي او شکنجه کوي یې

لېوال

پاکستان افغان طالبان ترهګر بولي، خو برعکس طالبان په افغانستان کې د پاکستان سياسي مخالفين نيسي او شکنجه کوي يې.

د دغه پېچلي حالت په اړه عبدالغفور لېوال پوښتنه کړې او د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر يې د مستند ځواب موندلو ژمنه کړې.

افغان سياستوال او په ايران کې د افغانستان پخواني سفير عبدالغفور لیوال پر خپل ايکس پاڼه د پوښتنې په توګه ويلي «شته څوک، چې د دغه مرموز تناقض سپیناوی وکړي»

ښاغلي لېوال همدارنګه زياته کړې « له یوې خوا د پاکستان رسمي ویاندویان هره ورځ پر افغانستان واکمنه ډله ترهګربولي او خپله ناامني له افغانستانه ورپېښه ګڼي؛ خو له بلې خوا هر څوک چې په افغانستان کې د پاکستان په وړاندې سوڼ وباسي، نیول کیږي، وژل، زنداني یا ورکیږي.
چې دا ولې؟»

د ښاغلي لېوال دغه ليکنه د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر شريکه کړې او ژمنه يې کړې چې موږ به په راتلونکي کې دغې پوښتنې ته مستند ځواب پيداکړو.

زرغون بهیر همدارنګه زياته کړې چې افغان ځوانان دې د پاکستان او طالبانو په نمايشي دښمني نه تېروځي او بايد ژور فکر وکړي.

د زرغون بهیر په خبره طالبانو ټوله افغانستان او په ځانګړي توګه د پښتنو کلتور او عزت ته زياته صدمه رسولې ده، د دوی په خبره طالبان د پاکستاني مدرسو پيداوار دي او دا هيڅ سوال نه پيداکېږي چې طالبان دې د پاکستان مخالفه و اوسي.

زرغون بهیر ويلي چې پاکستان په دې وروستیو کې د تجزيې او ټوټه کېدو په حالت کې دی، نو ځکه هڅه کوي چې د خلکو فکر ناسم لورې او ډرامې ته واړوي.

| زرغون بهير: طالبانو بدخشان کې له اردو څخه ځايي طالبان ايستلي، د پوليسو له ليکو يې هم وباسي