بهرني راپورونه

پنجاب کې پاکستاني پوځيانو پنجابي پوليس وهلي او پتلونونه يې ور څخه کښلي دي

پنجاب

د پنجاب په بهاولنګر کې پاکستاني پوځيانو پر پوليسو تشدد کړی، له هغوی څخه يې پتلونونه ايستلي، وهلي او ټکولي یې دي.

د دې پېښي وروسته په ټول پاکستان په ځانګړي توګه پنجاب کې د پوليسو او پوځيانو ترمنځ کرکه زياته شوې ده، د ۳۰۰ څخه زیاتو د پوليسو سرتېرو او د ۵۰ څخه زیاتو د پوليسو افسرانو د دغې پېښې په خلاف په احتجاجي توګه د خپلو دندو څخه استعفاوې کړي دي. پوليس غوښتنه کوي چې د دوی بې عزتي کوونکو پوځيانو ته دې سزا ورکول شي.

د پنجاب د پوليسو يوه سرتېري فيصل خان د دغې پېښي وروسته د خپلې دندي د استعفا پر وخت خپلې دریشۍ او دولتي سامانونو ته اور اچولی او په يوه ويډيويي پيغام کې يې د پوځ پر خلاف پاروونکي خبري کړي دي.

فيصل خان زياته کړې چې د پوليسي سامانونو د سوځونې او استعفا لامل يې يې په بهاولنګر کې پر پوليسو د پاکستاني پوځيانو ظلم او تشدد دی، ده زياته کړې چې ټول پاکستانيان پر فلسطين د اسرايلو تشدد ته ظلم وايي خو پر پاکستانيانو د پاکستاني پوځ تشدد ته هيچا ظلم ونه وايه.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې دا پوليس يې ځکه وهلي او ټکولي چې په دغه سيمه کې يې پر ښځو ظلم کړی و.

د بهاولنکر د پېښي وروسته پر ټولنيزو رسنيو په دې اړه بېلابېل نظريات مخې ته راځي، د پاکستاني پوځ ملاتړي هڅه کوي چې دغه پېښه يوه عادي واقعه وښيي او هر څه کنټرول کړي، خو عام وګړي او د پوليسو ملاتړي بيا دغې موضوع ته د پراخ پوښښ ورکولو هڅې رواني کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يوې فعالي لايبه يوسفزۍ ليکلي چې پاکستاني پوځيانو د ۱۹۷۱ کال د هغې واقعې غچ له خپلو پوليسو څخه واخيست کومه کې چې هندي ځواکونو د بنګلديش په ډاکه کې له ۹۳ زره پاکستاني پوځيانو څخه پتلونونه کښلي و.

که څه هم په ټيټه کچه په سلګونو پوليسو د دغې پېښې په خلاف خپلې دندي پرې ايښي او د پنجاب د پوليسو د مشر عثمان انور څخه يې غوښتنه کړې ترڅو رسنيز کنفرانس دایر کړي خو داسې ښکاري چې د پنجاب د پوليسو مشر د پوځ سره ناسته کړې او د جنجال د ختمولو معامله يې ور سره کړې ده.

په يوه ويډيو کې ليدل کېږي چې د پنجاب پوليس او پوځيان په ګډه د پاکستان زنده آباد ، د پاکستان پوځ زنده اباد، د پنجاب پوليس زنده آباد او د الله اکبر د نارو شعارونه ورکوي.

| حسن خان: افغانان دې پاکستان ته د روس او امريکې خيال نه کوي، موږ ډېر تکړه يو