حادثې کورني خبرونه

سړو تښتوونکو په کابل کې يو شپږ کلن ماشوم وژلی دی

سړو تښتوونکو

له کابل ولايت څخه سرچينې وايي، چې سړو تښتوونکو کابل ښار کې د مصور په نوم يو شپږ کلن ماشوم وژلى دى.

يوې سرچينې د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ ( وري/حمل په ۱۵مه) نېټه رسنیو ته وویل، چې سړو تښتوونکو دغه ماشوم شاوخوا ۱۱ ورځې وړاندې د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې اړوند د خيرخانې کوتل له سیمې څخه تښتولی و.

د سرچينې د مالوماتو له مخې، د مصور کورنۍ چې شاوخوا ١١ ورځې وړاندې يې د خپل ماشوم د ورکېدو اعلان کړى و، اوس تاييدوي چې سړو تښتوونکو يې ماشوم وژلى دى.

په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د جنايي جرمونو په ځانګړي ډول سړي تښتونې، مرموزې او هدفي وژنې او وسله والې غلاوې ډېرې شوې دي.

تر دې وړاندې په یوه بله پیښه کې د مهدي په نوم یو درې میاشتنی ماشوم د کابل په لویدیځ کې د کوټې سنګي له سیمې د سړو تښتونکو له خوا تښتول شوی او د مهدي کورنۍ وايي چې د هغه د موندلو هڅې یې تر اوسه ناکامې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېوادوالو په وینا، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هېواد د بې روزګارۍ او بې وزلۍ د زیاتېدو له امله دغه ډول جنايتونو ته لاره هواره شوې.

| لوګر ولایت کې ناپېژاندو وسله والو يو کس په ډزو وژلی دی