حادثې کورني خبرونه

اوچا: افغانستان کې سختو اورښتونو څه باندې زر جريبه ځمکه ويجاړه کړې ده

اورښتونو

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی، چې د افغانستان په اوو ولایتونو کې وروستي سخت بارانونه د ۱۵۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د ویجاړېدو او ۵۴۰ کورونو د ویجاړېدو لامل شوي دي.

د اوچا د راپور له مخې چې د خالي/ شنبې په ورځ (د وري په ۱۱مه) خپور شو، په وروستیو اورښتونو کې تر ټولو زیات مالي زیانونه د فاریاب، ننګرهار او دایکنډي ولایتونو اوسېدونکو ته اوښتي دي.

د دغو اورښتونو او طبیعي پیښو له کبله لږ تر لږه اوو تنه هم وژل شوي دي.

د کب/حوت پر ۱۲مه، طالبانو هم اعلان کړی و، چې تېر کال د طبیعي پېښو په پایله کې ۱۲۹ تنه مړه او ۹۴۱ تنه ټپیان شوي دي.

د مالوماتو له مخې تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه د کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، بدخشان، هلمند، غور، لغمان، اروزګان، زابل، پکتیا، پکتیکا، خوست او سمنګان ولایتونو اوسېدونکو ته رسېدلي دي.

| بادغيس کې سختو واورو د مالدارانو او د هغوی د مالونو ژوند د مرګ سره مخ کړی