بهرني راپورونه

د ترکيې پوليسو تازه اماسيا ښار کې په يوه لارۍ موټر کې ۴۰ افغان کډوال نيولي

اماسيا

د ترکیې پولیسو تازه د دغه هېواد په «اماسيا» ښار کې د بار وړونکو موټرو د پلټنې په ترڅ کې د ۴۰ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی دی.

د ترکي رسنیو د راپور له مخې چې د خالي/ شنبې په ورځ (د وري/حمل په ۱۱مه) خپور شوی، دغه پناه غوښتونکي په اماسيا ښار کې په یوه لارۍ موټر کې پټ شوي وو چې خوراکي توکي یې له آګرې ښار څخه استانبول ته لېږدول.

ترکي چارواکو ویلي، چې دغه افغان کډوال به د اداري طرزالعمل له تېرېدو وروسته بېرته له دې هېواد څخه و ايستل شي.

د راپورونو له مخې، د ډیرو توقیف شوو پناه غوښتونکو عمرونه د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي، چې ښځې هم په کې شاملې دي.

په وروستیو میاشتو کې له ترکیې، ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د نیولو او اخراج لړۍ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

تر دې مخکې ترکي رسنیو اعلان کړی و، چې سلګونه افغان کډوال د دغه هېواد د پولیسو له خوا د “د استوګنې د اسنادو د نه لرلو” په تور نیول شوي دي.

شمېرې ښيي چې اوسمهال په ترکیه کې څه باندې درې سوه زره افغان کډوال مېشت دي او په دې وروستیو کې د استوګنې د اسنادو د نشتوالي له امله د هغوی د نیولو او شړلو لړۍ چټکه شوې ده.

وروسته له هغه چې طالبانو د هېواد واک تر لاسه کړ، د طالبانو لخوا د لګول شویو محدودیتونو له امله ګاونډیو هېوادونو او سیمې ته د افغانانو د کډوالۍ کچه لوړه شوې ده.

| د ترکيې پوليسو په يوه ټيلر کې ۶۳ افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي نيولی