بهرني راپورونه

د متحده ايالاتو په مريلنډ ايالت کې د هوايي پول سره يوه بيړۍ ټکر شوې

مريلنډ

د امریکا د مريلنډ ایالت په بندري ښار بالتیمور کې پرون شپږ تنه وروسته له هغه ورک شول چې یوې باروړنکې یا کارګو کښتۍ خپل کنټرول له لاسه ورکړ او له یوه لوی پله سره ولګېده چې په نتیجه کې یې ساحلي تاسیسات زیانمن شول.

ويل کېږي چې د مريلنډ ايالت په دې بندر کې د ټکر له کبله ښايي تر راتلونکو څو مياشتو د کښتيو تګ او راتګ ستونزمن او ټکنی شي.

راپورونه وايي چې د کښتۍ د ټکر پر مهال پر پوله شپږ هغه کسان هم تري تم شوي چې پولي تګ يې کاوه.

د مریلنډ والي ویس مور رسنيو ته ويلې چې د کښتۍ عملې، له پېښې مخکې د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه چې په نتیجه کې یې چارواکو ته دا موقع په لاس ورغله څو د پېښې په ځای کې د وسایطو شمېر کم کړي.

ويل کېږي چې د مريلنډ دغه پول وړاندي هم د بار وړونکو کښتيو په مخکي خنډ و، او په ځلونو د مريلنډ له چارواکو څخه غوښتل شوي د پول غمه وخوري.

| امريکا متحده ايالات غواړي غزې ته د هوا له لاري بشري مرستې ولېږي