راپورونه کورني راپورونه

مجاهد: زموږ تر شل زيات چارواکي لاهم په تور ليست کې شامل دي

مجاهد

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ويلې چې لاهم د اسلامي امارت تر شل زيات چارواکي د ملګرو ملتونو امريکا او اروپايي اتحاديي په تورو ليست کې شامل دي.

مجاهد تېره ورځ د رسنیو سره په خبرو کې وويل چې د اسلامي امارت په واک ته رسېدو سره ددوی د مشرانو نومونه پر ځای ددې چې له تور ليست څخه ايستل شوي وای، خو د نورو نومونه هم اضافه پکې اضافه شوي دي.
ده په تورو لیستونو کې د طالب مشرانو د نومونو شتون فشار وباله او ویې ویل چې د فشار پالېسي ګټه نه لري او یوازې د دوی له حکومت سره تعامل اوسنۍ ستونزې حل کولی شي.
د اسلامي امارت ويندوي له نړيوالي ټولنې څخه وغوښتل چې د طالب چارواکو نومونه د تور ليست څخه وباسي او د دوحې تړون ته درناوي ولري.
د امربالمعروف وزير خالد حنيفي، د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم او د ازموينې ملي اداري رئيس حقاني هغه چارواکي دي چې د ښځو د زده کړو او کار اړوند د خطرناکو څرګندونو له کبله د امريکا په تور ليست کې شامل شوي دی.
د يادونې وړ ده چې د دوحې د تړون د لاسلیک راهيسي په افغانستان واکمن طالبان او امریکا تل پر يو بل د دوحې د تړون د نقص نيوکي کوي خو معلومه نده چې تړون اصلي چا نقص کړی دی.