بهرني راپورونه

اسرايلي پوځ د غزې په دوو نورو روغتونونو کې عمليات پيل کړي دي

روغتونونو

راپورونه وايي چې اسرایلي پوځ د غزې د الشفاء روغتون تر څنګ په دوو نورو روغتونونو کې هم عمليات پيل کړي دي، چې پکې د سلګونو کسانو د مرګ ژوبلې خبرونه ورکړل شوي دي.

د اسرائیل پوځ د دوشنبي په ورځ وویل چې پوځيان یې د غزې د دوو روغتونونو شاوخوا د حماس له ځواکونو سره په مخامخ سخته جګړه کې ښکېل شوي او په تیره یوه ورځ کې په دغو جګړو او هوايي بمباریو کې ۲۰ جنګيالي مړه شوي دي.

د اسرائیل ځواکونو په اکتوبر کې د غزې په تړانګه کې د جګړې د پیل راهیسې، څو ځله د تړانګې د څو روغتونونو شاوخوا عملیات ترسره کړي او ادعا کوي چې حماس له دغه روغتونونه د جګړې د قومانداي د مرکزونو په توګه استعمالوي، خو حماس، غزې روغتيا وزارت او ملګروملتونو بيا ويلې چې اسرايل پر روغتونونو بريدونو کې يوازي ملکي وګړي په نښه کوي.

د غزې د تر ټولو ستر روغتون الشفا شاوخوا مېشتو فلسطینیانو د دوزخ په څېر وضعیت خبر ورکړی. دوی ویلي چې د مسلسلو بمباریو په نتیجه کې په لارو کوڅو کې مړي پراته دي او له نیول شویو کسانو څخه په داسې حال کې تحقیقات کیږي چې جامې یې ورڅخه ایستل شوي دي.

اسرائیل د غزې ښار د الشفا روغتون او د خان یونس د الامل روغتون په شاوخوا کې بریدونه دقیق عملیات بللي دي.

ملګرو ملتونو ويلې چې په غزه کې پر روغتونونو د اسرايلو بريدنو د غزې روغتيايي سيسټم فلج کړی دی، او روغتياپلان پکې په نښه شوي دي.

په الشفا روغتون شاوخوا عملیات د تیرو اتو ورځو راهیسې دوام لري. د اسرائیل پوځ ویلي چې ددغو عملیاتو په ترڅ کې یې د وسلو سربېره د حماس او اسلامي جهاد سازمانونو پورې تړلي ۵۰۰ وسله وال نیولي دي.

سرې میاشتې ويلې چې پوځي موټرو د الامل په یو کیلومترۍ کې د ناصر په نوم روغتون هم محاصره کړی، خو د دوشنبې په ورځ د ناصر روغتون شاوخوا د وضعیت په اړه راپور ندی ورکړل شوی.

دا په داسي حال کې ده چې اسرايلو ويلې چې د روژې مياشتي په وروستيو ورځو کې به دا جابر پوځ د رفح ښار پر ځينو سيمو هم عمليات پيل کړي.

| د غزې جنوب کې د اسراييلو بمباريو زياتو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې