سینما او تیاتر کلتور او هنر

د باليووډ اداکاره کنګانه رناوټ په هندوستان کې د سياست کولو ډګر ته راووته

کنګانه رناوټ

د هندوستان د بالیووډ ۳۷ کلنه اداکاره کنګانه رناوټ د فلمي نړۍ تر څنګ په سياست کې د برخې اخيستلو تکل کړی دی.

کنګانه رناوټ چې تل پر ټولنيزو رسنيو د هندوستان پر مسايلو او باليووډ سېنما کې دننه پر فسادونو باندې د تبصرو شريکولو کې فعاله ده، تازه د هندوستان په يوه ايالت کې د پارلماني ټاکنو لپاره نومانده شوې ده.

کنګانه رناوټ د نوماندۍ وروسته د رسنيو سره د خبرو پرمهال
کنګانه رناوټ د نوماندۍ وروسته د رسنيو سره د خبرو پرمهال

 

کنګانه له ډیر وخت راهیسې د BJP ګوند ملاتړ کوي، ځکه چې د هغې د کورنۍ تړون د دې ګوند سره دی او په کورنۍ کې يې د دغه ګوند سياستوال هم شته. په دې وروستیو کې BJP د ټاکنو ټکټ کنګانه رناوټ ته ورکړی دی.

کنګانه به د هندوستان په هماچل پردیش ایالت کې د خپل ټاټوبي (منډي) څخه سیالي وکړي.

کنګانه په دې اړه ويلي چې « کله چې BJP ګوند ماته څوکۍ راکړه، نو د ياد ګوند قومي مشرانو ما ته اجازه راکړه چې په ټاکنو کې برخه واخلم او ماته یې د منډي څوکۍ راکړه چیرې چې زه زیږیدلې يم. دا زما لپاره یو لوی ویاړ دی چې په رسمي ډول په BJP ګوند کې شامله شوم.»

پر ټولنيزو رسنيو د رناوټ مينوالو د هغې د بريا هيله ښودلې ده، او آغلې رناوټ هم د بريا په باور د سياست ډګر ته راوتلې ده.

| اننيا پانډې د هریتیک روشن د هڅونې څخه خوشحاله او منندويه ده

#KanganaRanaut
#Bollywood