بهرني راپورونه

د روسيې ولسمشر پوتين نن يکشنبه په روسيه کې ملي ماتم اعلان کړ

ملي ماتم

تيره شپه په مسکو کې د سندرو په یوه کنسرټ برید ترسره شو چې پکې تر ۶۰ کسان ووژل شول او تر ۱۴۴ زيات ژوبل شول.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په یوه بیان کې نن يک شنبه د تيري ورځي د کنسرټ د پيښي په تړاو چې پکې تر۲۰۰ زياتو کسانو ته مرګژوبله واوښته ملي ماتم اعلان کړ.

د روسیې د ملي تحقیقاتو د کمېټې په وینا یو شمېر کسان په ډزو وژل شوي او یو شمېر کسانو د هغه لوګي له امله ساه ورکړې چې په هال کې تر اورلګېدو وروسته راپورته شوی و.

دا په روسيه کې د نږدې دوو لسيزو را وروسته تر ټولو ستره غميزه او تروريستي پيښه وه.

د روسیې د فدرالي استخباراتو په خبره، انترفکس اژانس خبر ورکړی چې څلور تنه د پيښې په تړاو نیول شوي و چې د اوکراین د سرحد په لور روان وو او اړيکه یې د اوکراين سره درلوده.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په خپله خپره شوې وينا کې ويلې چې د پيښي عاملين به سخت مجازات شې.

د اوکراين حکومت جګپوړو چارواکو تېره ورځ تر بريد وروسته رسینو سره په خبره کې وويل چې دا بريد د اوکراین سره تړاو نلري.

د داعش ډلي ددې بريد پړه په غاړه اخيستې او ويلې دي چې بريد ددوی اړوند کسانو کړی دی.

یو شمېر چارواکو چې نومونه یې نه دې اخیستل شوي د ټیلګرام په هغو چينلونو کې ویلې چې د روسیې د امنیتي خدماتو له ادارې سره تړلې دي، ادعا کړي چې یو شمېر برید کوونکي د تاجکستان دي او یا هم هغه تاجکان دي چې د روسیې تابیعت لري.

د روسيې ولسمشر د بريد په تړاو د ملي ماتم تر څنګ خپله ژوره خواشینې څرګنده کړه او دا يې د روسيې د پياوړتيا او یو موټي کولو لپاره ښه موکه وبلله.

| د مقاومت جبهې په مسکو کې د داعش ډلې بريد په کلکو ټکو وغانده