سینما او تیاتر کلتور او هنر

اننيا پانډې د هریتیک روشن د هڅونې څخه خوشحاله او منندويه ده

اننيا پانډې

د باليووډ ۲۵ کلنې ستوري اننيا‌ پانډې د هريتيک روشن د ستاينې قدردانی او مننه کړې.

انايا پانډې د ۲۰۲۳ ډسمبر (کھو گئے ہم کہاں) فلم د ريليز پرمهال
انايا پانډې د ۲۰۲۳ ډسمبر (کھو گئے ہم کہاں) فلم د ريليز پرمهال

د بالیووډ ستوری هریتیک روشن د ” کھو گئے ہم کہاں – موږ چیري ورک یو؟” فلم ډایرکټر ارجن ویرین سینګ ستاینه وکړه. د فلم له لیدو وروسته، هغه د نورو اداکارانو اننيا پانډې ، سیدارت چترویدي او آدرش ګوراو د کار ستاینه هم وکړه.

اننيا پانډې د فلم لپاره د هریتیک روشن د ستاینې څخه خوښي څرګنده کړه. هغې په انسټاګرام کې د هریتیک روشن د پیغام په خپرولو سره ، هغه ته لیکلي «صاحب تاسو زما ورځ رنګينه کړه، ستاسو د مهربانو الفاظو او ستاینې لپاره ډیره مننه.»

(موږ چېري ورک يو) فلم په تېر ډسمبر کې په سټریمنګ پلیټ فارم Netflix کې خپور شو، چې کیسه یې د هغو دریو ملګرو په اړه ده چې د ټولنیزو رسنیو په دور کې ژوند کوي.

په ايکس يا پخواني ټویټر کې په یوه پوسټ کې، هریتیک روشن د فلم د کاسټ او همدارنګه د ډایرکټر ارجن ویرین ستاینه وکړه.

د هریتیک روشن هغه پوسټ چې د اننيا پانډې او نورو‌لوبغاړو‌ ستاينه يې کړې.
د هریتیک روشن هغه پوسټ چې د اننيا پانډې او نورو‌لوبغاړو‌ ستاينه يې کړې.

هغه په خپل پوسټ کې د ارجن ورين د ستاينې تر څنګ د انايا او نورو لوبغاړو د کردار ستاينه هم کړې ده.

اننيا پانډې چې ۲۵ کاله عمر لري د هندوستان د ممبۍ ښار اوسېدونکې ده. اننيا به اوس د سټريمينګ پلیټ فارم لړۍ د ( وروره ماته زنګ ووهه) فلم کې هم لوبیږي کوم چې په روان ۲۰۲۴ کال کې به ريليز شي.

همدارنګه د رسنیو د راپورونو له مخې، هریتیک روشن به اوس په “وار ۲” فلم کې لیدل کیږي.

#باليووډ Bollywood#