راپورونه علمي

طالبانو د پوهنې وزير د تعليمي کال د پيل مراسمو کې د نجونو د تعليم اړوند هيڅ ونه ويل

پوهنې وزير

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزير حبیب الله اغا په کابل کې د ۱۴۰۳ تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې وویل چې د ده تر ادارې لاندې د پوهنې وزارت هڅه کوي چې د دیني او عصري علومو د زده کړو کیفیت لوړ کړي.

طالبانو د “نوي تعلیمي کال د پیل” مراسم په داسې حال کې نیولي دي، چې د دوی د پوهنې وزير په دې غونډه کې “د نجونو د زده کړو او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو” په اړه يې بېخي هيڅ ونه ويل.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال پرون په خپل خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو زده کړه د طالبانو د نړیوالو د پېژندلو لپاره حیاتي ده.

همدارنګه په هېواد کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول ډېرو مخورو کسانو له طالبانو څخه په نوي کال کې د نجونو او ښځو د زده کړو د بنديز د ختمولو هيله کړې وه، خو د پوهنې وزير له څرګندونو داسې ښکاري چې طالبان د يو بل کال لپاره هم د نجونو او ښځو د زده کړو په اړه څه پلان او نظر نلري.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو زده کړه هغه موضوع ده چې د طالبانو پر وړاندې يې په کور دننه او نړيواله کچه مخالفتونه رامنځته کړي دي.

| ارغواني شنبو غورځنګ: خلک دې د خپلو ازاديو او حقوقو لپاره د معجزې د راتلو انتظار نه کوي