ښځې

ارغواني شنبو غورځنګ: خلک دې د خپلو ازاديو او حقوقو لپاره د معجزې د راتلو انتظار نه کوي

ارغواني شنبو غورځنګ

د (ارغواني شنبو غورځنګ) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو د «ظلم، د بشر ضد او اسلامي جنایاتو» پر وړاندې مبارزه خپل مسوولیت ګڼي او په ۱۴۰۳ لمريز کال کې به د دغه غورځنګ غړي په دې برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

 د هېواد د ښځو دغه احتجاجي حرکت ارغواني شنبو غورځنګ د هېواد د ښځو اوسنی وضعیت « تدریجي مرګ » وباله او د افغانستان له خلکو یې وغوښتل چې د خدايي معجزې انتظار ونه کړي او د خپلو حقونو او آزادیو د خوندي کولو لپاره د حق، عدالت او ازادۍ غږ پورته کړي.

 د ارغواني شنبو غورځنګ د نوروز د پيغام په خپرولو سره د هیواد له ښځو او زیانمنو خلکو څخه هم غوښتي دي چې د «طالبانو د واکمنۍ د بدیل» ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د دوه نيم کاله واکمنۍ راهيسي په هېواد کې پر نجونو او ښځو د زده کړو او کار بنديزونه لګېدلي دي، چې د طالبانو د دغو بنديزونه پر خلاف يو شمېر بنسټونو په پټه او ښکاره احتجاجونه پيل کړي دي.

| د مارچ اتمه، معترضې ښځې: طالبانو ته فرصت مه ورکوئ او مشران يې محکمې ته راکش کړئ