بهرني راپورونه

ملګري ملتونه: د غزې اوسیدونکي د خوراکي توکو له لوی ناورين سره مخ دي

خوراکي

د خوړو د خوندیتوب د مربوطه طبقه بندي (IPC) د راپور له مخې، په غزه کې نږدې یو میلیون او سل زره خلک خوراکي توکو ته د لاسرسي له پلوه په “بحراني” شرایطو کې دي.

د دغه راپور له مخې، که په غزه کې شخړې سمدستي و نه درول شي او د سیمې خلکو ته اړین خوراکي توکي او خدمات ونه رسول شي، نو امکان لري چې د می میاشتې تر پایه به په غزه کې قحطي رامنځ ته شي. په دې کې د دې سیمې د ټول نفوس نیمایي برخه شامله ده.

په دغه راپور کې ملګرو ملتونو د غزې تړانګې په جنوب کې پر رفح باندې د اسرائیلو د احتمالي برید د جدي پایلو په اړه خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده چې که داسې پېښه وشي، د خوراکي توکو کمی به لاپسې ډېر شي.

د دغه راپور له مخې د غزې په شمال کې تر دوو کالو د کم عمره يو پر دريمه برخه ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته دي.

په همدې حال کې د راپورونو له مخې د غزې په شمال کې بشري وضعیت خراب دی او داسې اندېښنې شته چې دغه سیمه به په راتلونکو دوو میاشتو کې له پراخې قحطۍ سره مخ شي.

همداشان د جګړو دوام او د غزې د شمالي سیمو د خلکو مرستندویه سازمانونو او بشري خدماتو ته نه لاسرسی د پخوا په پرتله د خوراکي توکو، اوبو، طبي پاملرنې او روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی ډېر ستونزمن کړی دی.

| بايډن: په غزه کې د نتنياهو اقدامات به اسراييلو ته په زيان تمام شي