راپورونه کورني راپورونه

د ملي دفاع وزارت د ډيورنډ کرښې څېرمه پر پاکستاني پوځي مرکزونو د بريد خبر ورکړ

بريد

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايې چې ځواکونو يې د پاکستان د نني بريد په ځواب کې ډيورنډ کرښي ته څېرمه د پاکستاني پوځ يو شمېر مراکز په نښه کړي او دا مهال په ځينو سيمو کې جګړه روانه ده.

د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه ددې وزارت د وزير م.لا يعقوب م.جاهد له قوله ليکې ددوی امنيتي او دفاعي ځواکونه د هر ډول تيري کوونکو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دي، او په هر ډول حالاتو کې د خپلې خاوري او ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع توان او د مقابل بريد امکانات لري.

د پکتيا ډنډ پټان ولسوالۍ څخه محلي سرچيني وايې چې هلته د افغان ځواکونو تر بريد وروسته جګړه پيل شوې او د پاکستاني پوځيانو په مرکزونو کې د اورلګېدنې رامنځته شوې.

د ملي دفاع وزارت سرچينې وايې چې ډيورنډ کرښې ته څېرمه په ۱۳ نقاطو کې افغان پوځ بريدونه وکړل چې پاکستاني پوځيانو ته پکې درنه مرګزوبله اوښتې.

تر اوسه دواړو لورو ته د اوښتو مرګژوبلو په هکله معلومات ندي ورکړل شوي خو داسي ښکاري چې دا دوه ګاونډی هيوادونه د جګړې ډګر ته د کښته کېدو په حال کي دي.

پاکستاني جيټ الوتکو تېره شپه مهال د افغانستان پر خوست، پکتيکا، او کنړ ولايتونو کې پر يو شمېر اهدافو بريدونه وکړل چې پکې دښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنو ته مرکژوبله واوښته.

| پاکستان د افغانستان پر دريو ولايتونو سختی بمبارۍ کړي، طا‌لبا‌نو دا کړنه غندلې