بهرني راپورونه

ولادیمیر پوتين په ټاکنو کې تر بريا وروسته د پنځم ځل لپاره د روسيې ولسمشر شو

ولادیمیر پوتين

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتين د دغه هېواد په ټاکنو کې تر بریا وروسته وویل، په اوکراین کې د لویدیځو هېوادونو حضور نړۍ د دریمې نړیوالې جګړې په څنډه کې اچوي.

پرون يونۍ/يکشنبه د کب ۲۷مه نېټه د شپې ناوخته د روسیې د ټاکنو د کمیسیون د اعلان پر بنسټ، د روسیې اوسنی ولسمشر ولادیمیر پوتين د رایو د صندوقونو او محلونو له ۶۰ سلنې څخه د ۸۷ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د روسیې د ټاکنو ګټونکی اعلان شوی دی.

پوتين له بريا وروسته خبريالانو ته وويل: «روسيه بايد خپل پوځ پياوړی کړي او په اوکراين کې د روسيې د ځانګړو پوځي عملياتو په اړه د مسايلو د حل لپاره چې مو هر څه په وس کې وي تر سره کړي.»

پوتین زیاته کړه چې روسي ځواکونه هره ورځ د اوکراین په جګړه کې پرمختګ کوي او دا د ځواکونو نوښت ښکاره کوي.

ښاغلي پوتین د الکسي ناوالني مړینې ته په اشارې سره وویل چې د هغه مړینه غمجنه وه او هغه باید روسیې ته نه وای راګرځېدلی. د روسیې ولسمشر زیاته کړه چې د الکسي له مړینې مخکې روسیې له لویدیځو هېوادونو سره د ځینو روسي بندیانو د تبادلې موافقه کړې وه.

په عین حال کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د روسیې د انتخاباتو په تړاو ویلي چې پوتین په «قدرت يو مست او ځانخوښی» سړی دی چې غواړي د تل لپاره حکومت وکړي.

زيلينسکي په یوه پیغام کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی ويلي، چې د روسیې د ولسمشرۍ ټاکنې مشروعيت نلري.

د اوکراین ولسمشر زیاته کړې چې دا ټولو ته څرګنده ده چې دا شخص لکه څنګه چې په تاریخ کې ډیر ځله پیښ شوی، په واک کې ډوب دی او د واکمنۍ لپاره غواړي چې هرڅه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولاديمير پوتين د پنځم ځل لپاره د روسيې په ټاکنو کې بريالي کېږي او د شپږو نورو کلونو لپاره د دغه هېواد واک ترلاسه کوي.

| د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اټومي وسلو د استعمال ګواښ وکړ