راپورونه کورني راپورونه

د افغانستان لپاره د سويډن مرستندويه کمېټې د ۴۰ کلونو وروسته فعاليتونه بند کړل

سويډن

د افغانستان لپاره د سويډن کمیټې اعلان وکړ چې د طالبانو د زیاتیدونکي فشار او د خپلو کارکوونکو د امنيت له امله یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه بند کړي دي.

رسنیو ته د ورکړل شوو مالوماتو له مخې، په افغانستان کې د سويډن کمیټې فعالیتونه د جمعې په ورځ (د کب پر ۲۵مه) نېټه بند شوي دي. په ستاکهولم کې د قرآن سوځونې له پېښې وروسته طالبانو پر دغه مرستندویه سازمان فشارونه زیات کړي دي.

د سویډن کمیټې عمومي رییس اندریاس سټیفنسن د سویډن له راډیو سره په مرکه کې خبر ورکړ، چې په افغانستان کې د دغه سازمان فعالیتونه درول شوي دي. هغه زیاته کړه، دغه اقدام د طالبانو په غوښتنه او د دغې کمېټې د کارکوونکو د خوندیتوب او امنيت په پام کې نیولو سره شوی دی.

اندرياس سټيفنسن وويل « داسي فعالیت سره کار کول چې جواز نلري خورا خطرناک کیدای شي» هغه همدارنګه زياته کړې «په ستاکهولم کې د قران کريم له سوځولو څخه تر اوسه پورې، د سويډن کمېټې په څو ځايونو کې خپلو مرستو او کار ته دوام ورکړی، خو اوس د طالبانو د له خوا قوي پيغامونه وړاندې شوي دي.»

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې عمومي رییس وویل، هیله لري چې دغه سازمان په افغانستان کې د همکارو موسسو له لارې خپل ځینې فعالیتونه ترسره کړي.

د يادونې وړ ده چې د چنګاښ په مياشت کې طالبانو اعلان وکړ چې، تر څو چې د سويډن حکومت په ستاکهولم کې د قران کريم د سوځولو له امله له مسلمانانو بخښنه ونه غواړي، د دغه هېواد ټول فعاليتونه به په افغانستان کې ودروي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له دغې پریکړې او د طالبانو له فشارونو وروسته اعلان وکړ چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې به په افغانستان کې خپل ځینې فعالیتونه په موقت ډول ودروي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه له نژدې څلویښتو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې د روغتیا او پوهني په ګډون په نورو بېلابېلو برخو کې د مرستندویه موسسې په توګه کار کوي.

| سويډن يوه محکمه د قرآن کريم سوځوونکی سيلوان موميکا له سويډن څخه شړي