بهرني راپورونه

د ترکيې امنیتي ځواکونو ۱۶ تنه افغان، فلسطیني او سوري کډوال نیولي دي

ترکيې

د ترکيې پولیسو اعلان وکړ چې تازه يې کې یې په دغه هېواد کې د غیرقانوني پناه کډوالو د نیولو په دوام کې ۱۶ تنه کډوال چې افغانان، فلسطینيان او سوریايايان پکې شامل دي، د ساکریا په ښار کې نیولي دي.

د ترکيې پولیسو د کب په ۲۶مه وویل چې نیول شوي پناه غوښتونکي د اخراج لپاره د بهرنیو مؤسسي مرکزونو ته لېږدول شوي او د دې موضوع په تړاو درې تنه «قاچاق وړونکي» هم د دغه هېواد امنیتي ځواکونو نیولي دي.

ترکي رسنیو هم ویلي، چې د ترکیې په ساکریا او نورو ښارونو کې د پناه غوښتونکو او قاچاق وړونکو د پېژندلو او نیولو عملیات روان دي.

په ترکيه کې د پناه غوښتونکو د پېژندلو او له دې هېواد څخه د اخراج لړۍ په دې وروستيو کې ګړندۍ شوې او ترکي چارواکو ويلي چې په ټول هېواد کې د پناه غوښتونکو د ناقانونه ننوتلو او وتلو د مخنيوي عمليات لا هم روان دي.

ترکيې تر دې مخکې هم د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې سلګونه افغان کډوال نیولي او بېرته یې افغانستان ته استولي دي.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، ډېری افغانان ګاونډیو هېوادونو او سیمې ته کډه شوي چې اروپايي هېوادونو ته د رسېدو لپاره له ايران او ترکیې له سختو لارو څخه تېرېږي.

| د ترکيې پوليسو په يوه ټيلر کې ۶۳ افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي نيولی