اقتصاد کورني خبرونه

سويس د افغانستان سره د بې وزلو لپاره ۱.۷ ميليونه ډالره بشردوستانه مرسته کړې

مرسته

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر يا (OCHA) اعلان وکړ چې سویس د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان له خلکو سره ۱.۷ میلیونه ډالره بشردوستانه مرسته کړې ده.

اوچا دغه موضوع د درېنۍ/سه شنبې په ورځ (د کب په ۲۲مه) نېټه په ټولنیزو رسنیو کې راپورته کړه او زیاته یې کړه چې دغه مرسته چې ۱.۷ ميليونه ډالر دي د سویس لخوا د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته سپارل شوې دي.

اوچا وویل، له ۲۰۱۶ کال راهیسې سویس د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۹.۷ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې پر مرستندويه سازمانونو د محدودیتونو او د بودیجې د کمښت له امله د د يادو بنسټونو له خوا د مرستو اندازه د پام وړ کمه شوې ده.

د بشردوستانه موسسو سره د ښځو په کار کولو باندې د طالبانو د بندیز، د مرستو د عادلانه وېش په لاره کې د خنډونو د رامنځته کولو او نورو ستونزو د مرستو دغه بهير ټکنی کړی دی‌.

د افغانستان سره کېدونکي بشردوستانه مرستې چې د بې وزلو هېوادوالو لپاره دي، مرستندويه سازمانونه دا اندېښنه لري چې دغه مرستي طالبانو پخپلو کې سره وېشي او ډېره کمه اندازه غريب ولس ته ورکوي.

| مولوي عبدالکبیر: طالبان د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل توان نلري