بېلابېل سپورتونه سپورت

افغانستان نن د ايرلنډ په وړاندې وروستۍ يو ورځنۍ لوبه ترسره کوي

افغانستان

ټاکل شوې ده چې نن ماپښين۴:۰۰ بجې افغانستان د ايرلنډ په وړاندي د يو ورځنيو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کړي.

د يو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان په ۳۵ منډو وګټله، دوهمه لوبه د شنبې په ورځ په لوبغالي کې د زيات اورښت له کبله لغوه اعلان شوه.

د وروستۍ يو ورځنۍ لوبې ګټل د افغانستان لپاره مهم دي ترڅو دا لړۍ وګټې خو که ايرلنډ يې وګټي نو لړۍ مساوي کېږي او ګپ به ايرلنډ لوبډلې ته د ميلمه توب په خاطر ورکول کېږي.

افغانستان کرکټ بورډ نن پر ټولنيزو رسنيو د لوبغاړو د تکړښت ويډیوي کليپونه او انځورونه خپاره کړي و، او لوبي ته يې د بشپړ چمتوالي خبر ورکړی و.

د کرکټ مبصرين په دې باور دي چې افغانستان به په دغه لوبه کې نويو لوبغاړو ته هم د لوبېدو چانس ورکړي که څه هم د لوبې ګټل افغانستان ته مهم دي.

په لومړۍ لوبه کې د نويو ځوانانو څخه علي محمد غضنفر ته د بالينګ چانس ورکړل شوی و، خو په شپږ اورونو کې يې ویکټه ترلاسه نکړه، ننګيالي خروټی چې ډګرساتنې لپاره ميدان ته کښته شوی و د یوه سخت کيچ په نيولو سره د لوبې په ګټلو کې مهم رول ولوباوه او ښايې په ننۍ لوبه کې پوره ولوبول شې.

تر دې وړاندي افغانستان په يوازينۍ ټيسټ لوبه کې د ايرلنډ څخه سخته ماتي خوړلې وه چې د افغانانو سخت غبرګونونه يې راوپارول.

ويل کېږي چې د ايرلنډ په وړاندي شل اوره لړۍ ته به پیاوړی افغان توپ اچونکی او لوبډلمشر راشد خان هم راوګرزي او د عملياتو وروسته لومړۍ لوبه به ترسره کړې.

د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د شل اوره لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه د مارچ پر ۱۵مه د جمعې په ورځ، دوهمه د یکشنبې او دريمه د دوشنبې په ورځ چې د مارچ مياشتي د۱۸مې نيټې سره برابره ده په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شې.

ديادونې وړده چې افغانستان د شل اوره لوبو د لړۍ وروسته د زمبابوی هيواد سره هم د ورته فارمټونو لوبې لري چې کره نيټه يې لا هم په ډاګه شوې نده.

| افغانستان ايرلنډ ته د يو ورځنيو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې ماتي ورکړه