بهرني راپورونه

بايډن: په غزه کې د نتنياهو اقدامات به اسراييلو ته په زيان تمام شي

نتنياهو

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جوبايډن زياته کړې په غزه کې د نتنياهو وروستي اقدامات او د ملکيانو ژوند ته نه پاملرنه به اسرايلو ته تر ګټې تاوان ډېر وکړي او نړيواله ټولنه به ورسره مرستې قطع کړې.

د متحده ايالاتو ولسمشر د يوه ټلويزيون سره په مرکه کې ويلې نتنياهو دي د غزې په عملياتو کې د ملکي وګړو خيال وساتي او د ملکيانو مرکزوبله دې صفر ته کښته کړې.

بايډن خبرداری ورکړی چې د ملکي وګړو د مرکژوبلې د زياتوالي په خاطر او په غزه کې د خپل چلند له کبله اسرايل د نړيوال ملاتړ د بايللو له ستر ګواښ سره مخ کړی.

نوموړي زياته کړې اسرايل د خپل ژوند تر ټولو لویه تېروتنه تکراروي او که چيري نتنياهو د خپلو سختو پرېکړو په شاه نشې سخت زيان به ووينې.

د امريکا ولسمشر همدارنګه زياته کړه، د غزې په جنوب کې پر رفح ښار باندي د اسرايلو احتمالي برید دده لپاره سره کرښه ده، که اسرایل سر زوري وکړې سخت تاوان به پرېکړي.

رفح د غزې په جنوب کې د مصر سره پر سرحد هغه ښار دی چې په ميليونو کډوال پکې مېشت شوي او د ارام ساه اخلي.

تر دې وړاندي مصر هم اسرايلو ته خبرداري ورکړی و که چيري داهيواد پر رفح ښار بريد وکړې، مصر به يې په غبرګون کې د سولي پنځه ویشت کلن تړون مات او عملأ به جګړه ورسره پيل کړې.

د امريکا ولسمشر د خپلې مرکې په وروستيو کې وويل هيواد به يې لا هم د اسرايلو سره خپلې مرستې جاري وساتي او ترڅنګ به يې د توغندی شنډونکي مهماتو په ورکړه کې زياتوالي راولي.

بايډن ويلې دا کار د اسرايلو د ملکي وګړو د خونديتوب په موخه کوي، او نه غواړي چې د حزب الله او حماس په توغنديو کې اسرايل ووژل شې.

دا په داسي حال کې چې د اسرايلو په بريدونو کې د غزې ۳۱ زره ملکیان وژل شوي، ۷۵ زره ټپيان شوي او تر دوه ميليونه زيات يی کډوال شوي دي.

| امريکا متحده ايالات غواړي غزې ته د هوا له لاري بشري مرستې ولېږي